کندوز کې د امریکايي جنرال په ګډون اوولس کورني او بهرنی عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۳۹۶): له تېرو څو ورځو راهيسې کندوز کې درنې جګړې روانې دي. په دغو جګړو کې تېره شپه د امریکايي جنرال په ګډون درې بهرني او څوارلس کورني عسکر وژل شوي دي.

د رپوټونو له مخې د کندوز ولايت په دوبلوله، اورتبلاقیو او امين اباد سيمو کې د طالبانو او ګډو ځواکونو تر منځ خونړۍ نښتې شوي، چې د د دواړو لوريو سربېره په کې ولسي خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندوز ځايي خلکو ويلي، چې د طالبانو پر ضد سيمې ته د امريکايي او افغان عسکرو سلګونه پوځيان په سپکو او درنو وسلو سمبال راغلي، چې د امريکايي الوتکو هوايي ملاتړ هم ورسره دی.

دغه عسکر او جنګي الوتکې د طالبانو په ګډون پر ولسي خلکو هم بمبارۍ کوي، ګڼو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې، خو د طالبانو په ځوابي بريد او ځای پر ځای شوو ماينونو کې د امريکايي ځواکونو زغروال ټانک ويجاړ شوی، په دغه ټانک کې د يوه امریکايي جنرال په ګډون درې بهرني پوځيان وژل شوي دي.

په دغو نښتو کې د لوپوړي افغان قومندانانو په ګډون څوارلس کورني عسکر هم وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.

کندوز کې د طالبانو جګړه يو ځل بيا د ښار تر څنډو رسېدلې او ځايي خلکو ويلي، چې طالبانو تېره ورځ د کندوز ښار ختيځه دروازه کې د امنيتي ځواکونو په مرکزونو او پوستو بريدونه کړي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم رسنيو ته ويلي، چې د دوی جنګيالي ښار کې هوايي ډګر ته نږدې شوي او د ښار په بله څنډه کې يې چرخاب سيمه نيولې او خان اباد ولسوالۍ ته غځېدلې لاره هم د طالبانو په واک کې ده.

طالبان وايي، چې کندوز ښار ته څېرمه جګړو کې يې هم يو ټانک ويجاړ کړی او درې اربکيان يې وژلي دي.

کندوز کې په داسې حال کې يو ځل بيا جګړو زور اخيستي، چې طالبان د ښار څنډو ته رسېدلي، ګڼې سيمې يې لاندې کړي دي.

وړمه ورځ امريکايي ځواکونو کندوز ښار ته څېرمه د نجونو يو ښوونځی هم بمبار کړی و، خو بشري ټولنو او د ښځو د حقونو مدافعينو په دې اړه تر اوسه غبرګون نه دی ښوولی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.