نظــر

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال ۳۷

په همدې دهلیز کې یو بل جانانه ځوان و، توره ښایسته ږیره، تور پیرړ بریتان، هره ورځ به حمام ته نورو بندیانو په بایسکل کې راوړلو، ښه ګپ شپي ځوان و، د ملګرو یې ښه سات ور سره تېر و،  تقریبا د ۳۰ کلونو په عمر به و، دا غریب مورزادي معیوب و، وړې وړې پښې یې وې، ګرځېدای نشوای، په لاسونو به یوې او بلې خوا ته کېدو، ټوپک یې سم نه شوای نیولی، پیکا او راکټ خو څه کوې!

 دا غریب یې هم ریاست نود ته بیولی و، یو ملګري را ته ویل: پوهېږې چې دا ځوان یې په نود کې څه ډول ځوړند کړی و؟ ما ویل دا یې هم ځوړند کړی و؟ وايي  هو، مونږ هم هغه وخت په ریاست نود کې و، په بایسکل کې به یې کینولی و، بایسکل به یې پنجرو ته نېږدې درولی و، دی به په بایسکل کې ناست و، لاسونه یې پاس په پنجرو کې په ځنځیر ور تړلي وو! ما ویل سبحان الله دا دي د بشر حقوق! دا دی انسانیت!
ما به چې کله دا ډول کسان ولیدل، حوصله به مې لوړه شوه، ما ویل دا غریب ګوره په دې ګوډو پښو، چې په لاره نشي تللی، د الله په دین یې غیرت کړی، د امریکایانو په مقابل کې را پورته شوی، او چې ډېر څه یې کړي وي، یا به یې کوم مجاهد ته شپه ور کړې وي، یا به یې کوم را پور چېرته وړی وي، یا به یې دښمن مجاهدینو ته ښودلی وي! ځکه تر دې د غټ کار نه دی! راشه مونږ ته چې بدن مو روغ دی، لاس او پښې مو جوړې دي، ښه صحت هم لرو، مونږ ولې د الله جل جلاله په لاره کې قربانۍ ته تیار نه شو!

 په رنګ تور، مټور دشلو دوه ویشتو کلونو په عمر به و، خورا خدمتګار، غلی، مودب او آرام ځوان و، په پښتو او دري دواړو یې روانې خبرې کولې، ژبه یې لږ لږ بندیده، بهر په دهلیز کې به چې لږ شور ماشور شو، د ملګرو به سودا شوه، ځینې ځینې به سمدستي جګ شول، وره ته به ودرېدل، د وره د هغه وړې دریچې له چاکونو به یې بهر ته ور کتل، د کارمندانو به چې پام شو، سخت به په غوسه کېدل، یوه ورځ په دهلیز کې څه شور ماشور شو، فکر کوم د خونې د وره وړه دریچه هم لکه چې خلاصه وه، دا ځوان ورجګ شو، بهر یې ور وکتل، له هغه ځایه کارمند ږغ پرې وکړ چې مه را ګوره، دی را په شا شو، شېبه وروسته یې بیا ور وکتل، کارمند راغی، خام هلکی و، لا یې ږیره سمه نه وه راغلې، یو خو له عمر نه کم و، بل یې د بدن هم بیخي خونده نه وه، وړوکی وچ، که سړي یوه کلکه څاپېړه وهلی وای، په ځمکه ګوزاریدو.

  ډېر په غوسه کې راغی، دې ځوان ته نېغ ودرېد، پرته له دې چې سوال او ځواب ور سره وکړي، یو په یو یې په دا مخ یوه کلکه څاپېړه ووهلو! د خونې په ټولو ملګرو ډېره بده تمامه شوه، خو چا څه ویلی شوای، او دا ځوان غریب هم هېڅ ورته ونه ویل، که یې څه ویلي وای، سمدستي یې پنجرو ته کشولو او هلته یې ځوړندولو، ما چې دې ځوان ته وکتل او بیا مې دې نابالغ کارمند ته وکتل! ډېر په تعجب کې شوم! ما ویل دا که اوس بهر وای، یا یو څه آزاد ځای وای، دې کارمندګي به دومره جرات کړی وای چې داسې یو ځوان په مخ په څاپېړه ووهي! او هغه هم په داسې یوه معمولي خبره! یقینا که دې ځوان هسې له ورمیږه  را نیولی وای، فکر نه کوم چې ترې خوځېدلی وای! دا چې داسې یو ځای و چې نه چا قانون پکې پېژندلو، نه انسانیت! په ځانګړي ډول دهغو بندیانو په اړه چې د طالب په تور به یې راوستلي وو! نو په داسې حال پرته له سکوته بله لار نه وه!

 دا ځوان غریب ډېر سخت خجالت شو! کارمند بېرته ووتلو! ځوان راغلی کرار په خپل ځای کښیناستو، ما بالکل ورته ونه کتل، ما ویل اوس نور هم خجالت کېږي، نورو ملګرو کارمند ته پس شا څه سپکې سپورې وویلې،  ما له ځان سره ویل چې سړیه څه بلا غواړئ له دې وحشیانو نه، ټول ښه پوهېږئ چې دلته انسانیت او قانون نشته، دهر چا خپل طبعیت او مزاج دی، څه یې چې خوښه شي هغه کوي، نو بیا ولې ځان د بلا خولې ته ور کوئ!

 ددې تر څنګ مې په دې اړه هم فکر وکړ، چې د ځوانۍ په داسې مرحله کې د همزولو په مخ کې د یو ځوان په مخ وهل، څومره زور لري! دې ځوان خو اوس کوم عکس العمل ښکاره نه کړ، ځکه چې لاس، پښې، خوله بلکې ټول بدن یې یو ډول تړل شوی! که لږ لاس او پښې وخوځوي سمدستي یې ځای پنجرې دي! خو ددې څاپېړې بدله نه پاتې کېږي! دا ځوان به خامخا یوه ورځ ددې وار انتقام اخلي! کېدای شي له دې کارمند څخه نه وي، له یو بل کارمند څخه به وي، یا به د دولت له یوه عادي مامور څخه وي، ځکه دا ځوان چې لیک او لوست یې هم نه وو زده،  په دې پوهېږي چې زه دې کارمندګي په خپل زور نه یم وهلی، ځکه چې خپل زور خو یې د ماشې هومره هم نه و، دې ځوان چې په ما د داسې څاپېړې او هغه هم په مخ ګوزار وکړ، دا یې د حکومت په زور وکړ، دا یې د امریکایانو او خارجیانو په زور وکړ، که حکومت او امریکایان یې نه وای دا ډول نابالغانو به کله هم ددې جرات نه وای کړی چې یو مټور او بریتور ځوان په دې توګه په مخ ووهي!

 په همدې دهلیز کې یوه ورځ د سره صلیب کسان راغلل، دا دوهم ځل و چې ما د سره صلیب کسان ولیدل، لومړی ځل درې، څلور میاشتې وړاندې په هغو جزايي خونو کې وو، دا ځل دلته، یوه انګریزه وه که فرانسوۍ ښځه وه، او یو بل نارینه ور سره و، د نارینه یې دري ژبه هم زده وه، هغه به ترجماني کوله، دوی یوه ډله وو، دوه درې جوړې نور هم ور سره وو، هغوی هم په همدې دهلیز کې په نورو خونو لګیا وو. له دهلیز نه یې ږغ راتلو.

 دې کسانو دوه پوښتنې کولې، یوه دا چې د چا دوسیې نه څېړل کېږي، او بل دا چې څوک وهل شوي دي او که نه؟ په زور اعتراف ترې اخیستل شوی او که په رضا؟ له مونږ سره په خونه کې دوه کسان داسې وو چې د دوسیو په اړه یې غور نه و شوی، یو د بدخشان اوسیدونکی و، نهایت تقوا داره او د قرآن کریم حافظ او تر څنګ مجاهد هم و، دلته په زندان کې یې هم اخلاقو، تقوا، او پټ پټ جهاد دعوت کولو، یو کس یې را وښود چې اختطافچي و، ده راته ویل چې اوس دېته تیار شوی چې څنګه له زندان څخه ووزي، سمدستي د اشغالګرو په وړاندې جهاد پیل کړي، د قرآن کریم یو څه سورتونه یې هم ور زده کړي وو، یوه ورځ یې راته ویل چې ما خوب لیدلو چې په ادیره کې لګیا وم په قبرونو اوبه لګوم، او دا ادیره شین چمن وي، ما ویل په خوب کې د ادېرې د لیدلو یو تعبیر زندان دی، او قبرونو ته اوبه ور کول، او هغه راشنه کېدل، دا معنی چې ته هغوی ته علم او پوهه ور زده کوې، ځکه اوبه په خوب کې دپوهې په معنی راځي، ډېر خوشحاله شو، ما هم تشویق کړ، چې دا دې ډېر لوی کار پیل کړی، همدې کار ته ادامه ور کړه، او ده هم ښه په اخلاص او صداقت تر سره کولو، پلار یې لا له مخکې وفات شوی و، بیا یې مشر ورور د دوی سرپرستي کوله، مشر ورور یې هم څه وخت مخکې په اوسني روان جهاد کې شهید شوی و.

 نوموړي ما ته د زړه ټول حال وویلو، د ورور د شهادت کیسه یې راته وکړه، او دا چې اوس هلته مجاهدین په څه حال کې دي، پنځه لس میاشتې کېدې چې بندي شوی و، یو بل تر ده کشر ورور یې هم ور سره و، ددې دوو کسانو لومړۍ محکمه هم شوې وه، دوهمه محکمه یې هم شوې وه، دواړو محکمو برائت ور کړی و، اوس یې خبره دریمې محکمې ته پاتې وه، او حال دا چې دقانون له مخې یو چا ته لومړۍ محکمې برائت ور کړي، په ضمانت خلاصېږي،  او چا ته چې دوه محکمې برائت ور کړي، پرته له ضمانت نه باید آزاد شي .

 ده ویل چې مونږ ځکه نه پرېږدي چې پیسې نه لرو، اوس مو که پیسې درلودی او څارنوال ته مو یو څه ور کړې وای، سمدستي به یې خوشي کړي وای. پایواز یې هېڅوک نه لرل، یوه بوډۍ مور یې وه، هغه به له بدخشانه بیا تر کابل په څلورو پنځو میاشتو  کې یو ځل د خپلو دوه ځوانو بندي زامنو پایوازۍ ته ورته راتلله!

  کله کله به یې له هرې خونې نه یو یو کس د خونې په استازیتوب د زندان ادارې ته بیولو، هلته به یې توصیې ورته کولې چې تاسو په خونه کې خپلو ملګرو ته ووایئ چې حکومت  ته ښېراوې نه کوي، په حکومت پسې دې بد او رد نه وايي، جنګ او جګړې دې نه کوي، زمونږ له خونې څخه همدا بدخشانی قاري صیب ورغی، کله چې راغی، کیسه یې وکړه، وايي  مونږ څو کسان د څو خونو په استازیتوب سره ناست وو، آمر چې خپلې خبرې پای ته ورسولې، نور یې زما د مور کیسه وکړه، وايي دا ځوان وینئ، دده یوه زړه بوډۍ مور ده، آن له بدخشان دلته د خپلو زامنو پایوازۍ ته راځي! یو ځل یې ما ته ته شهد را وړي وو، او ویل یې چې دا مې ستا لپاره له بدخشان څخه تحفه راوړې ده، ما وورته ویل چې دلته خو د هر ډول تحفو او ډالیو راوړل ممنوع دي، او زه خپله له هېچا څخه تحفه او ډالۍ نه اخلم!

دې را ته ویل چې دا ما راوړي دي، هر ډول چې وي خامخا به یې اخلې! ما چې فکر وکړ چې دې بوډۍ آن له بدخشانه دا شهد ما ته راوړي، اوس یې که بیا بیا ردوم ناځواني ده، نو مې خپلو مامورینو او ملګرو ته ویل چې راځئ چې دا زړه بوډۍ خپه نه شي، ټول یې په ګډه لږ لږ وخورو، دوی مې را سره کېښنول او له هغو شهدو نه مو وخوړل..

په رښتیا هم چې د زندان آمر تر یو ځایه ښه سړی برېښېدو، داسې آوازه وه چې نوموړي د طالبانو دحکومت پر مهال هم په همدې زندان کې دنده درلوده. اوس بوډا و، سر یې سپین و، ږیره خو یې هسې هم په بیخ خریېله.

یو ځل یې له ما سره هم یو څه ځواني کړې وه، او هغه داسې چې زه او یوه ډله نور بندیان یې له دې ځای نه یو بل ځای ته چې هلته یو څه آسانتیاوې وې، ولېږلو، خو له ډېر لږ وخت وروسته یې زه بېرته راوستم! د بېرته راتګ پر مهال کله چې یې را ورسولم، له همدې آمر سره مخ شوم، هغه چې ولېدم، ما هېڅ فکر نه کولو چې دی به مې پېژني چې زه مخکې هم دلته وم، خو ده وپېژندلم، او راته کړل یې: ما خو ستا کار خلاص کړی و، دوسیه مې دې له دې ځای نه خلاصه کړې وه، خو چې دوی دې نه پرېږدي زه څه وکړم، دا دي اوس یې بیا راوستې!  ما ده ته هېڅ ونه ویل، له ځان سره مې ویل چې دا څه وايي؟ خو بیا وروسته ملګرو را ته وویل چې دا ښه سړی دی، په چا چې پوه شي چې په دوسیه کې یې څه نشته، په خلاصېدو کې مرسته ور سره کوي، او تا ته یې چې کومه خبره کړې ده، رښتیا به یې درته ویلي وي… نور بیا

عبد الحنان مجاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x