وسول مکتبونه/ مسلم یار

مسلم يار شينوارى

وران شول جوماتونه وسول مکتبونه
ټول په خاورو خړ شول سپين، سپين کتابونه

بيا څوک شهيد شوى، بيا چيغې نعرې دي
بيا په هر يو کور کې، جوړ دي ماتمونه

څه زمونږ ګناه ده، څه زمونږ کسور دى
هر طرف نه اوري، مونږ باندې بمونه

هر چاته معلوم دي، څوک چې قرباني کړي
رپي په قبرو يې، سپين رنګ بيرغونه

خدايه ته مو مل شې، مونږه يو بې وسه
خدايه تا ته تل کړو، مونږه دا سوالونه

دلته {مسلم ياره}، ژوند له مرګه تريخ دى
سپين سحر ماښام شي، راوړي

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د