
د اخلاص عمل
سيد مطيع فاتح
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
” ابو عمرو بن نجید” د څلورمي صدي هجري له مشهورو بزرګانو څخه دی،
یو وخت د سرحداتو د حفاظت لپاره خرچه ختمه شوه،
د وخت امیر د خیر لپاره غوره کسان را یوځای کړل، او په مجلس کې یې تر سترګو اوښکي لاړې،
ابو عمرو بن نجید مبارک د هغه وخت دوه لکه درهم د بیت المال لپاره د شپې په تیاره کې راوړل،
د وخت امیر دوهمه ورځ خلګ را جمع کړل، د کومک کونکي ابوعمرو صفت یې ورته وکړ، او ورته ویې وویل: ابوعمرو ډیر په مشکل وخت کې د مسلمانانو ډیر لوی کومک وکړ،
خو خلګ هغه وخت ډیر حیران شول کله چې ابوعمرو په دغه مجلس کې ولاړ شو او ویې فرمایل: هغه پیسې زما د مور دي، او د وقف کولو په وخت کې ما له موره پوښتنه نه وه کړې، او هغه په دې کار راضي نه ده، نو ځکه دا پیسې دي بیرته ماته واپس کړل شي، ”
د وخت امیر هغه درهم ټول بیرته ور واپس کړل،
په دا بله شپه ابوعمرو بیرته هغه پیسې د وخت امیر ته وروړې او ورته ویې ویل: دا پیسې واخله مګر په یوه شرط، چې له تا نه ماسیوا به بل چا ته دا نه وي معلومه چې دا پیسې چا درکړې،
د وخت د امیر په سترګو کې اوښکې راغلې او ویې فرمایل: ابوعمرو! ته د اخلاص په ډیر غټ لوړ مقام یې،،
(طبقات کبری للسبکی، ج: ۳، ص: ۲۲۳ ) امخلصین داسي وي.