په امازون ځنګله کې لا هم خلک دين نه لري; خو ژوند کوي. ولې هغوی پيغمبر نه لرلو ؟

د ملحدینو د سوال ځواب- عبدالغفار جُبیر

۱: هغه انسانان چي په ځنګلو کي ژوند کوي، او هیڅ پیغمبر نه وي ورته راغلی، د هغو لپاره دومرې ایمان کفایت کوي، چي دوی صرف دا عقیده او فکر ولري چي دغه لمر، سپوږمۍ، ځنګلونه او غرونه یو خالق او صانع لري.

۲: د قیامت په ورځ به الله جل جلاله دغه خلک چي پیغمبر نه وي ورته راغلی ورڅخه پوښتنه وکړي، چي تاسو ولي زما عبادت نه کاوه؟ دوی به ځواب ورکړي چي موږ ته کوم بشیر (زیری ورکونکی) او نذیر (ویرونکی) نه دی راغلی، نو الله به ورته وواي چي که زه اوس امر درته وکم، ایا تاسی هغه کار کوی؟

دوی به ورته ووايي چي بلې! الله به یو ګرځ او دود پیدا کي په هغه کي به اور وي، الله به ورته ووايي چي زما امر دادی چي دغه اورته ورسی او ورګډ سی! دغه په حقیقت کي اور نه دی، بلکې ددې انسانانو ازمایښت دی، کله چي هغه انسانان د خدای امر ومنی او هلته ورسي، هغه کامیابه دي، او جنت به داخل سي، او هغه کسان چي سستي وکړي او هغه ځای ته ولاړ نسي چي الله ورته ټاکلی وي هغه به دوږخ ته داخل سي، ددې خلکو فیصله لنډه ده.

الله به بیا ورته ووايي، که چیري تاسو ته کوم پیغمبر درغلی وای، هغه کسان چي جنت ته داخل سول هغو به منلی وای، او هغه کسان چي دوږخ ته ولاړه هغو به رد کړی وای.

۳: په اسلام کي دوه غټ جرمونه دي، یو الله نه منل (الحاد) او بل د خدای سره شرک نیول، له دې دوو سترو ګناهونو ما سوا، الله غفور الرحیم دي، د یوه انسان ټول ګناهونه معاف کوي.

۴: ددغو انسانانو چي په امازون ځنګه کي اوسیږي، ددوی ټول ماشومان چي تر ۱۵ کلونوکم مړه سوي وي هغه ټول به جنت ته داخلیږي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.