د نبي علیه السلام ځانګړي خصوصیات او غوره توبونه – درېیمه برخه!

کتاب: غایة السول

ژباړه: م. حمد الله (دانشمند)

یوولسمه مسله: د محمد (صلی الله علیه و سلم) صحابه کرام (رښتیني ملګري) د ټول امت غوره وګړي دي. د عمر له پلوه مشر، په مرتبه او درجه کې غوره ګڼل کېږي، که څه هم کشر د علم او عمل له پلوه لوړ وي.
یواځې “عبد البر” په دې مسله کې ځانګړی نظر لري. د هغه په آند د علم او عمل په مټ کشر تر مشر شونې ده، لوړ مقام ومومي.

زموږ (اهل السنة والجماعة) په آند څلور واړه خلیفګان (رضوان الله علیهم اجمعین) د خلافت په ترتیب یو تر بل د لوړ مقام څښتنان دي. دا راز تر پاتې عشره مبشره وو – کوم چې په ژوند کې د جنت زېري ور کړل شوی و – غوره او بهتر دي. ځینو د “علي” (کرم الله وجهه) مقام تر “عثمان” (رضی الله عنه) ستر بللی. ځینو د هغه صحابه وو – چې مړینه یې د نبي علیه السلام تر رحلت وړاندې پېښه شوې – تر هغو اوچته بللې، چې وروسته له دې نړۍ نه کوچېدلي .

دوولسمه مسله: د محمدي امت صفونه د ملائکه وو صفونو ته ورته بلل شوي.

دیارلسمه مسله: د کائناتو مالک (جل جلاله) په محمد (صلی الله علیه وسلم) ګڼ شمېر شفاعتونه لورولي:

أ – لومړی: د حشرګاه په میدان، چې کله امتونه له خپلو پیغمبرانو نه بې تمي شي؛ نو هم ده علیه السلام مبارک ته پناه راوړي، یاد شفاعت د “شفاعة العظمی” (ستر شفاعت) په نوم یادېږي. داراز په صحي روایت کې هم راغلي.

ب – دوهم: د هغه چا په اړه، چې جنت ته به له حساب نه پرته ننوځي.

ج – درېیم: د هغه وګړو په اړه، چې د دوږخ وړ ګرځېدلي وي.

د – څلورم: د هغه خلکو په اړه، چې دوږخ ته به تللي وي، د هغه علیه السلام مبارک په سفارښتنه به بیر ته له دوږخ نه را ووځي.

هـ – پنځم: په جنت کې د خلکو د مرتبو او درجو د لوړ والي په اړه. لومړی او دوهم شفاعت (د الله پاک په وړاندي د خلکو سفارش) دواړه هغه یې په همده علیه السلام پوري ځانګړي شوي.

امام النووي (رحمه الله) په “کتاب الروضه” کې لیکلي: شونې ده، چې په درېیم، پنځم دا راز څلورم ډول شفاعت کې ور سره نور انبیاء، اولیاء او عالمان ونډه ولري.

قاضي عیاض (رحمه الله) ویلي: هغه شفاعت – چې له امله یې هغه څوک له دوږخ نه را ویستل کېږي، چې په زړه کې یې یوه دانه غوندي ایمان وي – د محمد (صلی الله علیه وسلم) ځانګړی خصوصیت دی.

و – شپږم: هغه شفاعت دی، کوم چې د دردمن او تلپاتي عذاب په کمولو کې مرسته کوي، لکه د هغه علیه السلام د اکا(ابوطالب) په اړه، چې د همده په شفاعت به یې عذاب څه کم شي. یاد شفاعت “امام النووي” (رحمه الله) نه دی یاد کړی.

ز – اووم: د هغه چا له پاره ده، کوم چې په مدینه منوره کې مړ شوی وي. د ترمذي په صحي روایت کې له “عبد الله بن عمر(رضی الله عنهما) نه نقل دی، چې نبي علیه السلام مبارک فرمایي:

“که د چا وس او توان وي؛ نو په مدینه کې دي مړ شي؛ ځکه زه د هغه شخص شفاعت کوم، چې هغلته مړ شي”. دا او تر دې وړاندې تحقیق او څېړنه قاضي عیاض په “الأکمال” کتاب کې راوړې.

په “صحیح مسلم” کې “د سعدبن ابي وقاص” په مرفوع حدیث کې راغلي: «څوک دمدینې په سختیو ثابت نشي پاتې کېدای، که څوک یې شدائد او تکلیفونه وژغمي؛ نو زه یې د قیامت په ورځ شفاعت کونکی/ شاهد یم.»

دا بل شفاعت دی له تېرو هغو نه پرته، یاد شفاعت هم د مدینې د هستوګنو اړوند دی.

بل هغه شفاعت دی – چې دنیکو مومنانو په عباداتو کې کوم کمی وي – د هغه د بښنې له پاره به تر سره شي. یاد شفاعت “امام قزویني” په “عروة الوثقی” کتاب کې راوړی.

بل د هغه خلکو په اړه دی، چې کبیره (لوی) ګناهونه یې تر سره کړي وي. یاد شفاعت “امام رافعي” راوړی؛ خو دا قول له نظر نه خالي نه دی.

نور بیا….



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.