د لومړي مرستیال دفتر: د جنرال دوستم الوتکې ته اجازه نه ورکولو خبر دروغ دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۳۹۶): د لومړي مرستیال جنرال دوستم دفتر هغه خبرونه کاملا دروغ وبلله چې ویل یې نوموړی مزارشریف ته په یوه الوتکه کې را ګرځېدلی خو جرمني ځواکونو یې الوتکې ته اجازه نه ده ورکړې چې په هوايي ډګر کې ناسته وکړي چې له امله یې بیرته ترکیې ته تللی دی.

په خبر کې راغلي چې د بلخ والي عطا نور هم د نوموړي د استقبال لپاره په هوايي ډګر کې ولاړ وو، خو د لومړي مرستیال دفتر د پژواک خبري اژانس خبر کاملا دروغ بللی دی او غوښتنه یې کړې چې رسنۍ دي لومړی تحقیق کوي او بیا دي خبر نشروي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې جنرال دوستم تر اوسه هم په ترکیه کې دی، تر اوسه یې افغانستان ته د بیا راتګ تصمیم نه دی نیولی، خو په راتلونکې نیژدې وخت کې به هیواد ته را وګرځي او د «ایتلاف برای نجات» په رسمي اعلان کې به ګډون وکړي.

باید وویل شي چې څه موده تر مخه جنرال دوستم، جنرال عطا نور او محمد محقق په ترکیه کې د راه نجات په نامه سیاسي ایتلاف جوړ کړ او وویل شول چې دوی به خپل نوی ایتلاف ډېر ژر په افغانستان کې دننه د جنرال دوستم په شتون کې اعلان کړي. تر اوسه د نوموړي ایتلاف د رسمي اعلان لپاره معین وخت نه دی ټاکل شوی، خو د کتونکو په نظر د یاد ایتلاف اعلان به د ګډحکومت لپاره ستر چلینج وي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.