نړۍ

د یمن سره پر پوله د سعودي ۳ عسکر وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۳۹۶): سعودي اعلان وکړ چې ددوی ۳ تنه عسکر د یمن سره پر پوله د حوثي ملیشو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

د سعودي خبري اژانس د عسکرو د وژل کېدو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي او نه یې د پيښې څرنګوالی او ځانګړی وخت په ګوته کړی.

د سعودي رسنیو د راپورونو سره سم د یمن سره پر پوله باندي د مئي میاشتې را وروسته ټول ۳۴ عسکر وژل شوي دي.

باید وویل شي چې تر دوه کلونو زیاته موده کیږي چې سعودي په یمن کې د حوثي ملیشو پر ضد د عربي هیوادونو د یوه لوی ایتلاف له مخې جګړه کوي چې له امله یې په زرګونو کسان وژل شوي دي خو لا تر اوسه هم د ایران په ملاتړ حوثي ملیشې پر پلازمینه صنعاء باندي واکمن دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x