هلمند: يوې چاودنې څلور تنه ټپيان کړل
افغان چارواکي وایي چې د هلمند په لښکرګاه کې تېر مازیګر یوې چاودنې څلورتنه ټپیان شوي دي، د هلمند دوالي ویاند عمر ځواک رسنيو ته ويلي چې ياده پېښه په موټرسایکل کې له ځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکیو رامنځ ته شوې ده. چې د لومړۍ حوزې څنګ ته په عام ځای کې شوې. تراوسه د دې پېښې مسوولیت چانه دی منلی.