ناټو په کندز کې د امریکايي جنرال وژنه رد کړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۳۹۶): په کابل کې د ناټو رسنیز دفتر هغه خبرونه رد کړه چې ګواکي په کندز کې دي د امریکا د یوه جنرال په ګډون څلور امریکایان وژل شوي وي.

د ناټو ویاند ولیام سالوین رسنیو ته وویل چې د طالبانو دا ادعا چې په کندز کې يې د جنرال په ګډون څلور عسکر وژلي دي، حقیقت نه لري. او زیاته یې کړه مونږ په تیرو ۲۴ ساعتونو کې هیڅ مرګ ژوبله نه لرو.

ددې تر مخه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په را لیږلي خبر کې ویلي وه چې تېره ورځ ناوخته د کندز په اورتبلاقي، دوبلوله او امین اباد سیمو کې د بهرنیو او کورنیو ځواکونو سره د سختي جګړې په ترڅ کې ۱۷ عسکر ووژل شول او دوه ټانګونه ویجاړ شول.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې امریکايي ځواکونو اعلان وکړ چې دوی به تر هغو خپل د تلفاتو اعلان نه کوي تر څو چې يې وژل شوي عسکرو کورنیو ته خبر نه وي ورکړی.

د رویټرز خبري اژانس هغه مهال ویلي وه چې اوس به د امریکايي عسکرو د وژل کېدو رسمي اعلان څو ورځي ځنډیږي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.