عطا نور وايي مزارشریف ته راغلې الوتکه د جنرال دوستم نه وه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۳۹۶): د بلخ والي جنرال عطا نور د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې هیواد ته د جنرال دوستم د بیا راتګ په مخ کې هیڅ قانوني خنډ نه شته.

نوموړي دغه وینا د هغو خبرونو په غبرګون کې کړې چې ویل یې د جنرال دوستم الوتکه په مزار شریف کې ناستې ته پرې نه ښودل شوه.

باید وویل شي چې نن سهار پژواک خبري اژانس ادعا وکړه چې جنرال دوستم مزار شریف ته په یوه الوتکه کې راغلی وو او جنرال عطا یې د هرکلي لپاره هوايي ډګر ته ورغلی وو، خو جرمني ځواکونو د نوموړي الوتکې ته اجازه ور نه کړه چې ناسته وکړي، ځکه جنرال دوستم بیرته ترکیې ته ولاړ. خو د لومړي مرستیال جنرال دوستم دغه خبرونه دروغ وبلل.

جنرال عطا نور هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه خبرونه رد کړل او وې ویل چې د نوموړي په بیا راتګ کې هیڅ قانوني خنډ نشته.

د عطا نور په خبرپاڼه کې ویل شوي چې یوه الوتکه نن مزارشریف ته راغله چې د ترکيې د «تکه انسټیټیوټ» چارواکې او انجینران په کښي سپاره وه، خو د تخنیکي عوارضو له امله ونه توانېده چې په مزارشریف کې ناسته وکړي.

باید وویل شي چې عطا نور، دوستم او محمد محقق په دې وروستیو کې د راه نجات برای افغانستان په نامه ایتلاف اعلان کړی او ټاکل شوې چې په افغانستان کې يې رسمي اعلان هم د درو سره مشرانو په شتون کې وشي.

د جنرال دوستم دفتر ویلي چې تر اوسه د نوموړي د بیا راتګ دقیق وخت نه دي ټاکل شوی خو نوموړی به په نیژدې راتلونکې کې افغانستان ته د بیا راتګ اعلان وکړي تر څو د راه نجات ایتلاف د پرانیستنې په غونډه کې ګډون وکړي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.