د پکتیا په دار المعلمین کې ۵ ملیونه افغانۍ اختلاس شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۳۹۶): د پکتیا ولایت ولایتي شورا غړي وايي چې د ولایت په دار المعلمین کې پنځه ملیونه افغانۍ اختلاس شوی دی. او زیاتوي چې د دار المعلمین مشر په دغه اختلاس کې لاس لري.

د پکتیا د ولایتي شورا رئیس امیر بهرامزی نن د سې شنبې په ورځ په یوه غونډه کې وویل چې ددغه اختلاس په اړه وروسته تر هغه معلومات ورته وشوه کله چې په ولسوالیو کې د دار المعلمینو مسولینو ورته شکایت وکړ چې ددوی حقوق نه دي ورکړل شوي.

د پکتیا دار المعلمین رئیس «محمد ایوب» په دې اړه د څه ویلو څخه ډډه کړې خو د ولایتي شورا غړو ویلي چې د نوموړي په مشري یوازي د وسایلو او تجهیزاتو په برخه کې پنځه ملیونه افغانۍ اختلاس شوی دی.

بهرامزي رسنیو ته وویل چې نه یوازي د دار المعلمین په اداره کې فساد زیات دی بلکې د پکتیا ټولې ادارې له فساده ډکې دي خو د پکتیا ولایت مسؤولین یې په اړه جدي غبرګون نه ښيي او د فساد په وړاندي مبارزه کې پاتې راغلي دي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.