د شمالي کوریا په سر د امریکا او چین تر منځ د اقتصادي جنګ احتمال

لیکوال: اسدالله مبارز

اسدالله مبارز

شمالي کوریا د نړیوالې ټولني له اقتصادي او سیاسي بندیزونو سربیره پخپل اتومي پروګرام کې د پام وړ پرمختګ کړی، وروستي فوځي مانورونه یې ښیې چې اوسمهال داسې میزایلونه لري چې آسانۍ سره د متحده آیالاتو د الآسکا ایالت په نښه کولې شي، که د شمالي کوریا وروستي پرمختګ ته ولیدل شي نو په نږدې راتلونکي کې به د بالیستیک میزایلونه هم ولري؛ دوی له پلوتانیم موادو څخه تر اوسه د میزایلونو په جوړولو کې ګټه اخلي او زر ده چې د یورانیمو پر غني کولو هم پیل وکړي.

شمالي کوریا د اتومي پروګرام لپاره خام مواد له مختلفو هیوادونو رانیسي، خو سوال دلته راپورته کېږي چې پر شمالي کوریا اقتصادي او مالي بندیزونه لګېدلي، دوی څرنګه د اقتصادي بندیزونو سربیره له نورو هیوادونو سره سوداګریزي اړیکي ټینګوي؟

د امریکایي پلټنو له مخې شمالي کوریا د چین او روسیې بانکونه د سوداګریزو چارو پر مخ بیولو لپاره کاروي، چې دا ډول مرستې د امریکا متحده ایالاتو ته د تحمل نه دي، ځکه یې د چین په یو بانک بندیز ولګول؛ دې چارې چینایان وارخطا کړل، هماغه وو چې د اپریل په شپږمه د چین ولسمشر امریکا ته سفر وکړ.

د امریکا ولسمشر ټرمپ د ټولو ډیپلوماتیکو اصولو خلاف د چین ولسمشر خپل د ژمې کور ته چې په فلوریډا ایالت د ساحل په تر څنګ د Mar-a-Lago پر نامه کلب سره موقعیت لري ور وغوښت او هلته یې دوه په دوه ورسره ولیدل چې وروسته دا لیدنه د امریکایي او چینایي رسنیو له لورې د Mar-a-Lago summit په نامه یاد شول!

د راپورونو له مخې پدې لیدنه کې ټرمپ برعکس له هغو ستونزو (۱) چې د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین پر وخت به یې یادولې د چین له ولسمشر سره د شمالي کوریا په سر خبرې وکړي. ولسمشر ټرمپ له ژي جیپنګ څخه شمالي کوریا پر مهارولو کې مرسته وغوښته او د خپل طبیعت له مخې یې ګواښ وکړ که مرسته ورسره ونکړي نو د چین د پیسو د مینځلو او له بهرنیو پانګوالو د لوړو تعرفو په اخیستلو به نیوکې وکړي چې په آسانۍ سره به پرې د نړیوالي ټولنې له لورې یو لړ اقتصادي بندیزونه ولګېږي.

د چين ولسمشر د ټرمپ په ځواب کې وخت وغوښت چې دوی پریکړه وکړي، د راپورونو له مخې دواړه په سلو ورځو The Hundred days (100 days) سلا شول چې چین باید د شمالي کوریا په اړه نهایي پریکړه وکړي، چینایي رسنیو د ژي جیپنګ له لورې د وخت غوښتل د Art of Deal (د معاملې هنر) وبلل.

سل ورځې د جولایي میاشتې په پنځلسمه نیټه پای ته ورسېدې، چین نه دا چې پر شمالي کوریا د اتومي پروګرام توقفولو کې فشار راوړ، له شمالي کوریا سره یې نور هم سوداګریزي اړیکې غښتلي او پياوړي کړي، مالې راپورونه ښیې چې چين د روان کال له لومړۍ ربعې یې په دوهمه کې سوداګري د شمالي کوریا سره څلویښت سلنه زیاته شوله.

د چین ـ امریکا اقتصادي جنګ

د چین او امریکا تر منځ اقتصادي جنګ له هغې ورځې پیل شو چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پخپله ټویټر پاڼه ولیکل “چین د Mar-a-Lago مجلس له غوښتنو سره سم ونه خوت” ، له بل پلوه بیا د G-20 هېوادونو په غونډه کې د ټرمپ سترګې یوازي د روسیې ولسمشر پوتين پر لور وې، ګویا دۍ ورسره د شمالي کوریا پر مهارولو کې مرسته وکړي؛ د G-20 هېوادونو له غونډې راهیسې د ژي جیپنګ او ټرمپ اړیکې سړې شوې دي، د چینایي اقتصادپوهان وایې چې له ټرمپ غوندې سرسخت او تًند سړي څخه یوازې همدا تمه کېدای شي چې چين به په اقتصادي، مالي او سوداګریزو لارو وځپي، ځکه یې له زیانونو څخه د خوندي پاتې کېدلو پر لارو فکرونه پيل کړي. سره له اوسه یې په ډالر بندیز ولګول، او د یوه فرمان له مخې باید د چین سوداګریزې اړیکې په راتلونکو شپږو میاشتو کې له ډالر پاکې او ځای یې یورو ونیسي.

له بل پلوه بیا ټرمپ پخپله اداره کې درې داسې اقتصاد پوهان (۲) لري چې پر چین قوي او هر اړخیزه مطالعه لري، د چین د کمزورۍ ټکې ور معلوم دي. دوی درې واړو د چین له لورې پر ډالر بندیز چې د دوی پر اقتصاد یې هم اغیز کړی یو لړ مهمې او اساسي پالیسۍ جوړې کړي، د راپورونو له مخې امریکا له چین سره په ټوله معنی اقتصادي جنګ پيل کړی او ډیر ژر به پر چین د ډالرو پر ځای د یورو پر کارولو هم یو لړ بندیزونه ولګوي، دوی پلان لري چې د چینایانو له لورې په امریکایي کارخانو کې شوې پانګونه هم لغو اعلان کړي، او د چينایي توکو پر را واردولو مالیه زیاته کړي.

که ټرمپ له یو لورې له مکسیکو سره سرحد تړي او بل لورې له چین سره اقتصادي دیوال دروي، امریکا هم زیانموي؛ د اقتصادپوهانو له انده امریکا پدې چارې سره اقتصادي خودکشي کوي هغه ځکه چې د ۲۰۱۶ میلادي کال مالي راپورونه ښیې چې د چین او امریکا تر منځ سوداګري تر 578.6 ملیارده ډالرو ته رسیږي. امریکا له چین څخه د کال 462.8 میلیارده ډالر واردات او یوازې 115.8 ملیارده ډالرو صادرات لري. مطلب امریکا پرته له چینایي توکو له ډیرو ستونزو سره مخ کېږي.له بل پلوه که د چین او امریکا تر منځ اقتصادي جنګ پیلېږي د امریکا سټاک له شلو تر دیرش سلنو لویږي چې په ټوله کې یې اقتصادي وده زیانموي.

له بل پلوه چینایانو مالي پشتيبانه سره زر ذخیره کول پیل کړې، چې د اقتصادپوهانو له انده د چینایانو له لورې دا ډول متبادله لار نیول غوره قدم دی. د ډالرو پر ځای د سرو زرو اډانه کول د بریکس بانک (Brics Bank) چې د برازیل، روس، انډیا، چین او جنوبي افریقې له لورې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې پریکړه وشوه ترسره کېږي.

د یوه راپور له مخې انډیا د تېر کال ۲۰۱۶ پرتله سږکال له څلور چنده ډیر سره زر سپما کړي دي.

که دا اقتصادي جنګ نښلي، نه یوازي امریکا او چین په اقتصادي لحاظ زیانمنیږي بلکې ډیر نور هیوادونه هم ورسره زیانمن کيدلای شي و هغوی چې ځیرک مشران لري ممکن له دې فرصت څخه د خپل هېواد د اقتصادي لحاظ اعظمي ګټه پورته کړي.

Sources:

http://www.blacklistednews.com

http://investmentwatchblog.com/

https://ustr.gov/

http://investmentwatchblog.com//

[۱] ولسمشر ټرمپ تل د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین پر مهال له چین سره ستونزې په سوداګریزو، مالي او د تصدیو د ملکیت په اړه ښودلې.

[۲] رابرټ لایټزر، پیټر نوارو او ویلبر راس



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.