نظــر

ګلبدين ناروغ دی!

 

د حزب اسلامي پرنامه د څوکسانو پرمشرۍ بېلابېلې ستړې ډلګۍ د ټولټاکنو پر نامه په راروانه ډرامه کې غواړي تر هرې چرګې لاندې هګۍ کېږدي، چې که هرې یو پوچې کړی هغه به د دوی نه وي. او نورو چرګوته به مختورن نه وي.
د حزب اسلامي دجهاد(!) پرنامه فعاله ښاخ مشرګلبدين حکمتيار په دې وروستیو کې هغه څه وایي چې ممکن په خپله به هم پرې نه پوهېږي، چې دی څه وایي؟؟؟

ګلبدین حکمتیار چې د نورو د زامنو او وروڼو د سرو وینو او قربانیو په خرڅلاو کې افغاني ریکارډ لري، یو ځل بیا وغوښتل چې د تلویزونو پرنامه له جوړو شویو فاحشه خانو يې تصویر ښکاره شی.
ځکه خو يې د قطب الدین پر نامه چې اوس یې له نوم سره د انجینر مختاړی هم ورزیات شوی دی، دملاتړ غږ کړی، هغه د تل په څېر په دې پیغام کې هم خپله ناروغي پټه نه شوای کړای، د ناروغ ګلبدین حکمتيار د اروایی ناروغۍ تر ټولو ستره نښه داده چې د هغه هره وروستۍ جمله د مخکينۍ هغې ردوونکې وي.
ده به له رسنیو سره په خبرو کې پرلپسې دا ویل چې تر څو په افغانستان کې یو اشغالګر پآتې وی، ټاکنې به هیڅ شفافې نه وي!!!
مګراوس د زرګونو اشغالګرو په موجودیت کې ځکه ورته ټاکنې شفافې او آن د یو مسلمان او متدين کس د انتخاب امکان هم پکې ښکاری، چې مفتي صیب حکمتیار پکې په خپله یوه چرګه په هګیو کېنولې ده.
نوموړي په خپلو وروستیو عالمانه(ّ!) څرګندونو کې ټینګار کړی چې امریکا غواړي داسې یو څوک واک ته ورسوی، چې د تړون امضا به يې د واکمنېدو لومړنی شرط وی.
خو ناروغ ګلبدین ادعا کوي چې د دوی انجینیر(!)هلال ورته د دوی د شرطونو د منلو ویلی ځکه خو باید زما ټول(!)پلویان همدې خپلواک(!)رایه ورکړی.
دی بې چاره یو ځل په خبرو کې وایي چې د امریکا دیو عسکر په موجوديت کې هم ټاکنې شفافې نه دي، بیا هم داخبره لاپسې کلکه کوي، چې امریکا د تړون د امضاکولو سړی واک ته رسوي، پر دې هم دا ناپوه پوهېږي چې د امریکا په شتون کې د امریکا د ګټو خلاف سړی واک ته نشي رسیدلای.مګر بیا هم ښکاره چیغې وهي چې قطب الدین زما سړی دی او زما شر‌طونه يې منلي دي او هم به کاميابېږي. له دې دا معلومېږي چې یا هم د ګلبدین او امریکا تګلاره، ارمانونه او اهداف سل په سلو کې سره یو دي، یاهم ګلبدین بېچاره د ناروغۍ په سخت بستر دی، چې که يې غم ونه خوړل شي ممکن د کور رازونه ترې وویل شي!!

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x