افغانستان

طالبانو غزني کې د خپلو پلويانو د وژلو خبر په کلکه رد کړ

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د کورنيو چارو وزارت هغه ادعا په کلکه رد کړه چې، د غزني ولايت شلګر ولسوالۍ ناني او بسانه سيمو کې يې ۱۷ وسلوال طالبان وژلي او شپږ نور يې ټپيان کړي دي.

مجاهد په سخټو ټکو دغه خبرونه وغندل او زياته يې کړه چې، د کرزي اداره غواړي ، په داسې ادعاوو د خلکو ذهنونه خطا کړي. مجاهد پر رسنيو هم کلکه نيوکه کړې چې د دوی دښمن په خوله خبرونه خپروي.

 

مجاهد وايي چې بسانه او نانی سيمو کې د ملي اردو پنځه عسکر وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي او د دوی ملګرو ته هيڅ زيان نه دی اوښتی.

مجاهد زياتوي چې حکومت غواړي د دروغو تبليغاتو پر اساس خلک وغولوي چې ګواکې دوی پر وسلولو طالبانو غښتلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x