افغانستان

طالبانو د مرکزي بغلان ولسوالۍ په پوستو بريدونه کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۳۹۶): وسله والو طالبانو نن سهار د بغلان ولايت مرکزي بغلان ولسوالۍ د دولتي ځواکونو په ګڼو پوستو بريدونه کړي، چې له کبله يې لويه لار د ترافيکو پر مخ تړل شوې او اوس هم جګړه روانه ده.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ وياند ذبيح الله شجاع رسنيو ته ويلي، چې په سيمه کې سختې نښتې شوي دواړو غاړو ته مرګ ژوپله اوښتې خو په اړه يې نور معلومات نه دي ورکړي.

يوې امنيتي سرچينې ويلي، چې په دغه نښتو کې تر دې مهاله دوه تنه سرتيري وژل شوي او لږ تر لږه اته تنه نور ټپيان دي.

د سرچينې په وينا طالبانو د يادې ولسوالۍ د ښاروالۍ ودانۍ نيولې او پرمخ روان دي.

بل پلو وسله والو طالبانو د دغه بريدونو مسئوليت په غاړه اخيستی او نن ټکی اسيا ته يې په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی پلويانو د يادې ولسوالۍ په درې سيمو شهر جديد، فابريکې او د پلخمري ولسوالۍ په شهاب الدين کې د دولتي ځواکونو په پوستو او مرکزونو پراخ بريدونه پيل کړي او عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

طالبان وايي، تر دې دمه يې د فابريکې سيمه کې يوه پوسته او په شهر جديد کې يې ډېره سيمه له دولت نيولې او زياتوي چې اوس هم جګړه روانه ده، يو شمير پوځي مرکزونه او پوستې تربريدونو لاندې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، تر دې دمهاله په جګړه کې د دوو ټانګونو د ويجاړېدو سربيره ۱۳ عسکر وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د کندز ولايت د دوبلوله او امين اباد سيمو کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ د درندو نښتو، کورنيو او بهرنيو ځواکونو ته د وراوښتې مرګ ژوبلې راپورونه ورکول شوي دي.

د بابر شینواری په نامه د پولیسو یو قومندان هم نن په یوه چاودنه کې ووژل شو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x