نظــر

اربکيان ترهګر دي!!!

د هېوادپه بېلابېلو سیموکې د مفسد رژیم زېږول شوي اربکیان ښایي دنړۍ په تاریخ کې د داسې جنایاتو لپاره رامنځ ته شوې پروسه وي، چې په ټول بشري تاریخ کې يې ساری نه دی لیدل شوی. موږ چې کله له اسلامه وړاندې د عربو دجهالت د اوج نقطه غواړو، ژر مو فکر د لوڼو ژوندیو خښولو ته ورځي.

اما پر دې باید باور ولرو چې هغوی د لوڼو د خښولو کرغېړن عمل د عربي غرور له مخې کاوه، ګنې داکار يې فطرتاً ښه نه ګاڼه، او آن په روایاتو کې راځي، چې هرپلار به د خپلې لور په خښولو پټې اوښکې تویولې.
د اوسني عصر دارتداد ګردوهلي د عربو ترجاهلانو څو چنده وړاندې دي، د دې مفسد رژیم د اربکي پر نامه کثیفه ‌طبقه خپل هر ډول جنایت ته د انسانیت نوم ورکوي، سره له دې چې عمل به ورته له هرې خوا ناروا برېښي، مګر بیا هم مقابل لوری مجبوروي چې پر دې عمل د عاملینو ستاینه وکړي.
د مصطفی السباعی خبره کله چې ښه خلک سمه لار پرېږدي، نو بد خلک پرې حاکمان شي.
ممکن موږ به د خپلې سترې ګناه(د فرض عین جهاد پرېښوودل)، په خاطر د داسې اشرارو د محکوميت وړ یو!
د غزني په مقر کې چې کله کله يې د ځوانیو صفتونو په ولسی سندرو کې هم اورېدل کېږي، دې ترهګرې ډلې هغو جنایاتو ته مخه کړې چې قلم يې په لیکلو د عفت تویېدلو وېره احساسوي، دلته هغه پخوانی حزبي پاټکیزم بیا تکرارېږي، دلته هر دوکاندار مجبور دی چې ترهګرو اربکیانو ته د دوی دچرسو لپاره هر اوونۍ زر کلدارې ورکړي، او که څوک ترې انکار وکړي ممکن په مرګ يې تمامه شي.
دلته هره ښایسته پېغله پخپلې کورنۍ پسې اور دی، هر اربکی حق لري چې یوه ښځه پرېږدي او بله وکړي ، دلته هر اربکی حق لري چې له چانه يې خور لور وغوښته باید يې ورکړي. دلته هر اربکی حق لري چې د چا له خور یا لور سره د مينې پر نامه کومه اړیکه وساتي. او که د دې ټولو جنایاتو په وړاندې چا غږوکړ، له پرلپسې جنسي تېریو وروسته به يې ځای ګور وي.
دا وحشيان حق لري چې په سیمه کې د هرې درندې کورنۍ ښایسته هلک د شپې یا شپولپاره د انډیوالي پرنوم پوستې ته بوځي او که يې بیا د پوستې دجنایاتو کیسه رسوا کړه ، دی به هم د خپلو شپو ويډیوګانې په بازارکې وويني، له دې سره سره چې ډېرو هلکانو يې په اړه څه نه دي ويلي مګر بیا هم د دوی ویډیوګانې بازارته راوتلې دي،ځکه خو اوس ځينې هلکان د دې ترهګرو په دې اخطار نه وېرېږي او مجبور دي په کلي کې کوم مشر یاهم کوم همزولي ته زړه تش کړي.
زه چې کله له مقره کابل یا هم جلال اباد یا بل ځای ته لاړشم او په ښارونوکې خلک وګورم، یاهم له رسنیو د دې مفسد لوطي رژیم سرخېلان په ناندریو کې سره وینم، ماته ځان د بلې یو ې داسې دنیا ښکاري چې هلته د زرداد په څېر د وحشیانوواکمنې وي، چې هلته څوک د مرګ له وېرې خپل عزت په سرو سترګو د لوټېدو په حال کې ویني، چې هلته تر حیواناتو بدتر دانسانیت دعوه کوي.چې هلته داسې خلک اوسي چې د دې ټولو جنایاتو په وړاندې د خپل مرګ له ويرې چوپه خوله دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x