مصر: د مینار او ګونبدي تر منځ د یوې ډمې رقص / ویډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۳۹۶): له هغه وروسته چې په مصر کې د اخوان المسلمین په نامه دینداره طبقه د پوځ له لوري سخته وځپل شوه، په هیواد کې بې دیني او فحاشي تر پخوا زیاته شوې، تر دې چې په تېره روژه مبارکه میاشت کې یوې مشهوري رقاصي (ډمې) د مصر په یوه تلویزون کې دیني پروګرام تقدیم کړ.

په تیرو ورځو کې یوه ویډیو پر ټولنیزو پاڼو خپره شوې چې له امله یې یو ځل بیا د دیندارو مصریانو غوصه را پاولې ده.

په ویډیو کې د مصر یوه مشهوره ډمه او رقاصه د یوه مسجد د مینار او ګنبدې تر منځ د رقص په حالت کې ښودل کیږي.

د ټولنیزو پاڼو فعالانو د ویډیو د نشر تر څنګ ویلي چې په یوه واده کې خلکو پر ګنبدې او مینار یو الیکتروني سکرین تړلی او پر هغه باندي یې ټوله شپه د یوې ډمې رقص وښود.

د ټولنیزو پاڼو فعالانو دغه کار د مسجد او مینار توهین بللی او د چارواکو څخه یې غوښتي چې مرتکبین یې ونیسي او سزا ورکړي. او زیاته کړې چې د جنرال سیسي او پوځ د واکمنۍ پر مهال د مسجدونو حالت دغه حال ته ځکه را ورسید چې پوځ د مصر اکثره دینداره او ښه خلک یا له دندو شړلي او یا یې هم بندیان کړي دي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.