افغانستان

لوګر: د امریکايي ځواکونو په قرارګاه کې لوی اور لګېدلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۳۹۶): په لوګر ولایت کې د طالبانو د توغندیو لګېدو وروسته د امریکايي ځواکونو په پوځي اډه کې اور لګېدلی دی.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح رسنیو ته ویلي چې نن له غرمې وروسته دوه بجې د طالبانو له لوري توغول شوي توغندۍ د التمور په سیمه کې د امریکايي ځواکونو د پوځې قرارګاه د تیلو پر زېرمو ولګېدلې چې له امله یې اور ولګېد.

نوموړي ویلي چې په دغه پېښه کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی خو اور دومره ستر دی چې له کنټروله وتلی دی.

د لوګر په التمور دښته کې د امریکایانو شینګ کمپ تر څنګ د افغان امنیتي ځواکونو مرکزونه هم جوړ دي.

د سیمې څخه یوه عیني شاهد رسنیو ته ویلي چې د امریکایانو پر قرارګاه باندي څلور توغندي ولګېدلې چې له امله یې په قرارګاه کې دننه اورونه بل شوه.

طالبانو تر اوسه ددغه پيښې په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x