افغانستان

د فاریاب په قیصار کې طالبانو اوه پولیس وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۳۹۶): د فاریاب ولایت محلي چارواکي وايي چې طالبانو تېره شپه د قیصار په ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوې پوستې برید وکړ چې له امله یې اوه پولیس ووژل شول.

د قیصار ولسوال عبدالجمیل صدیقي رسنیو ته د پيښې تصدیق کړی دی او ویلي يې دي چې د طالبانو د برید په ترڅ کې یوې پوستې سقوط وکړ، پنځه پولیس ووژل شول او یو بل په ټپي حالت کې طالبانو ونیوی.

یو بلې امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي چې د قیصار ولسوالۍ د چیچکتو سیمې په قزل قلعه کې د یوې پوستې اوه تنه عسکر وژل شوي دي.

باید وویل شي چې په فاریاب ولایت کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ نښتې زیاتي شوې چې له امله یې د چارواکو په وینا دواړو اړخونو ته درنده مرګ ژوبله اوښتې ده.

وړمه شپه طالبانو خواجه سبزپوش او بلچراغ ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل چې له امله یې د ځايي چارواکو په وینا ۲۰ امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله واوښته او په وینا یې اوه تنه طالبان هم ووژل شول او ۱۵ نور ټپيان شول.

په یادو جګړو کې د اربکیانو دوه قومندانانو وژل کېدو تایید هم شوی وو او یو بل ټپي شوی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x