دافغانستان دفوټبال ټيم دسريلانکا دفوټبال په ټيم بريالي شو

AfghanistanFootballnationalteam2008Indiaداسيا دچلنج دکپ دسياليو په دوام پرون مازيګر دافغانستان دفوټبال ملي ټيم دسريلانکا ملي ټيم ته ماتي ورکړه .

دالمپيک دملي کميټې دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دافغانستان دفوټبال ملي ټيم دصفر په مقابل کې په يوې سره دسريلانکا ملي ټيم ته ماتي ورکړه.

دغه سيالۍ چې دشپاړلسو هيوادونو دفوټبال دټيمونو ترمنځ په نيپال کې پيل شوي دي دهيواد دفوټبال ملي ټيم په دال ګروپ کې دنيپال ، سريلانکا اوشمالي کوريا له ټيمونوسره لوبې کوي .

دفوټبال فدراسيون مرستيال زياته کړه ټاکل شوې ده سبادهيواد دفوټبال ملي ټيم دشمالي کوريا له ملي ټيم سره لوبه وکړي .

باختر خبري اژانس



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.