پښــــتو ادب

تروريست – لنډه کیسه

 

لمرپه لوېد وو، وروستۍ زرينې وړانګې يې د چنارو له سرو ورو_ورو پورته کېدې، د کلي په څنډوکې له ګوښه، کوچني، خړ دوکانه راووت، د څدرۍ جېبونه يې ښه ډ ک ښکارېد ل؛ په لاس کې ډکه کاغذي خلته يې د دوکان مخې ته د ولاړ موټر سايکل په ښکرو کې وځړوله، پښه يې پرې واړوله.

څادر يې په اوږه واچاوه، او د لونګۍ کوچنۍ شمله يې چې په اوږه لګېده لږڅه شاته کړه، د سترګو په رپ کې له ژېړي لمر سره يوځای له کلي پنا شو.

»»»««««

په خړه دښته لا د تيارې دومره زور نه وو، د موټرسايکل بتۍ يې هم مړه وه، په فکرونو کې ډوب روان وو: «بېګا مې وعد ه ورسره وکړه چې بنګړي به خامخا درته راوړم؛ خو دا له دې سره نه لګېږي، چټي مې را اخېستل، ځه! دا به مې خواښې ته ورکړم، دې ته به يې که خير وو بله ورځ وروړم، هغه ډېر ښه راسره کړي، تل له خسره پټه د روازه …»
موټر سايکل يې کوچنۍ ډ بري وواهه، ښکرونه يې ترې وښورېدل او د سوچ لړۍ يې ور وشلوله .
»»»««««

د تيارې په کلي ښه زور وو، چوپه چوپتيا وه، يواځې به کله_کله د سپيو غپا اورېد ل کېده. دروازې ته مخامخ ودرېد، له ځان او پايڅو يې ګردونه په څادر وڅنډل ، چې ناڅاپه دربی شو، حيران _حيران يې په کوڅه کې يوه بله خوا وکتل، نه څوک وو او نه څه شی.

شېبه وروسته ناڅاپه څوتنه چې د ټولو په ټنډو بتۍ، په تن درېشې وارخطا په منډ و د کوڅې تر کونج را بد ل شول. وار له واره يې پر ده پر پردۍ ژبه ناره کړله، دی وارخطاغوندې شو ژر يې لاسونه ورته پورته کړل . هغوى څو لرې ودرېدل او څو نورو يې د ده پر سر کڅوړه راکش کړه او لاسونه يې ترشا ور وتړل . د سهار د شپږو بجو په خبرونو کې د سر اونوی خبر همد ا وو، چې: 

تېره شپه د بهرنيو دوستانو له خوا د تروريستانو د سر سړی ونيول شو.

پا ی

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x