نظــر

امریکا او افغاني جینکۍ

ابو یاسر افغان

له تېرو څو ورځو راهیسي په رسنیو کې دا یو خبر ډېر زیات ترسترګو کېږي چې ۵ تنه افغاني انجوني د هرات له ولایت څخه د ټرمپ په ځانګړي فرمان امریکا ته یوړل شوې، یعني د ټرمپ په امر امریکایي سفارت ویزې ورکړې او د دې انجونو په هکله ویل کیږي چې په امریکا کې به د روباټ جوړونې په ورکشاپونو کې خپله وړتیا وښيي!! د دې خبر په خپرېدو سره په ټولنیزو رسنیو کې د ډیموکراسۍ پلوو او اسلامي فکر لرونکو ترمنځ سخت نظرونه تبادله شول او لا هم دغه موضوع توده ده.

یوې خبرې ته مو پام شته؟ هغه دا چې بي بي سي د نړیوالې دجالي رسنۍ په توګه دغه ډول خبر ته زیات پوښښ ورکوي، زیات یې خپروي، نورې امریکايي رسنۍ هم دغه ډول خبرونه سپانسر کوي، تر څو په دې ډول سره نوي افغان نسل ته دغه کړنه یو ډول پرمختګ وښایي او نور خلک هم ورته وهڅوي، تر څو خپلې خویندې او لوڼې امریکا ته د خدمت لپاره ولیږي، دا چې موږ او تاسې الحمدلله مسلمانان یو، افغان ملت ۹۹.۹% سلنه مسلمانان دي، نو دا ډول کړنې په واقعیت کې لویه بې غیرتي ده، چې د مسلمان افغانستان نه دې، تنکۍ انجوني د امریکایي ولسمشر په ځانګړي فرمان امریکا ته ولېږل شي، هغه که د هر قوم، هرې ژبې او ولایت اوسیدونکي وي یا د هرې طبقې څخه وي، خو نوم ورپورې د افغانانو دی، نړیوال یې د افغان انجونو په نوم پيژني، نو دا تور داغ هم د ټول افغان ملت پر ټنډه لګیږي، هیله ده چې افغان ولس نور دغه ډول شیطاني کړنو ته اجازه ورنکړي، عموماً زموږ افغانان او بیا پښتانه په خپل دین کلک ولاړ دي، له دووسۍ او بې ننګۍ یې نفرت دی، حتی تر دې چې د خپل کور لوري ته د چا د دېرې، حجرې، دوکان دروازه او د خپل ګاونډي د کور کړکۍ هم نه پریږدي، ځکه دا کار ورته د خپل کور او عزت سپکاوې ښکاري، همداسې د خپلو خویندو میندو په هکله د یو نامحرم سړي عادي خبره هم نه شي زغملی، پاتې خو لا امریکا ته د انجونو لیږل دي، دغومره بې غیرتي خو واقعاً د تأسف وړ ده البته بیا هم دا ویل ضروري ګڼم چې دا انجوني هم د حقیقي مسلمانو افغانانو لوڼي نه دي بلکې د ایمان پلورونکو چارواکو لوڼي دي.

که وګورو نو کمونیستي فکر لرونکو کسانو هم دغه ډول مردودي کارنامې ترسره کولې چې پایله یې د وخت د کمونیستي رژیم په ذلیل شکست او شرمېدلې سقوط تمامه شوه، داځل چې امریکایي اشغالګر راغلي، نو غلامانو یې په غلامۍ کې خپل عزتونه بیا نیلام کړل، لوبو، فلمونو، مؤسسو، راډیوګانو، تلویزیونونو او دادې بلاخره یې د نړیوالو سیالیو په موخه امریکا ته هم خپلې لوڼې ولیږلې او په ډېر ویاړ سره وایي چې موږ د نړۍ سره سیالي کوو، هوکی سیالي ده خو په بې غیرتۍ او پخپلو عزتونو د تجارت په ډګر کې، هسې خو هر د عقل څښتن چې لږ هم ایماني جوهر ولري، په دې پوهیږي چې د بشریت قاتل او د وخت فرعون ټرمپ د افغاني انجونو په ور غوښتلو سره څه غواړي او څه هدف لري او دا هم معلومه خبره ده چې امریکا د افغانستان د پرمختګ سره هیڅ علاقه نه لري، نه ورته ضرورت لري، نه یې ملاتړ کوي او نه هم د امریکا مرستې بې غرضه دي، بلکې امریکا د نړیوال کفر د سرخېلې په توګه غواړي چې د افغانستان نه خپله دایمي مستعمره جوړه کړي، د نظامي یرغل تر څنګ یې پر افغانستان فکري یرغل هم کړی او د زرګونو رسنیو پر مټ هڅه کوي چې دلته عیاشي، فحاشي، بې دیني او بې غیرتي عامه کړي، امریکا غواړي چې افغانان په داسې مرضونو اخته کړي چې د ننګ او غیرت جنازه یې ووځي او بیا په آرامه توګه پرې خپلې طرحې یو پر بل پسې عملي کړي.

افسوس د دې خبرې دی چې یو شمېر افغانان د صلیبي او یهودي رسنیو له تبلیغاتو دومره متأثره شوي چې اوس یې د بې غیرتۍ په پورته ذکر شوي اقدام نه دا چې ایمان او وجدان راویښ نه شو، بلکې پر دغه کړنه فخر هم کوي او نړۍ سره د سیالۍ لپاره مؤثر پرمختګ یې بولي، هوکی امریکا د همدغه مبتذل فکره غولیدلو افغانانو څخه زیات کار اخلي، دوی ته یې یو اندازه مادي امتیازات منلي او دنده یې ورته سپارلې چې د امریکایانو هر اقدام ته به د پرمختګ نوم ورکوي او ټوله توجه به یې پر دې خبره متمرکزه وي چې څه ډول دلته په افغانستان کې د بې حیایۍ او بې دینۍ کمپاین بریالی شي.

موږ هيڅکله د پرمختګ او تعلیم دښمني نه کوو، خو د تعلیم او پرمختګ تر نامه لاندې د بې عزتۍ او بې غیرتۍ له دغه ډول کړنو څخه نفرت کوو، لکه چې مخکې موارد مو ذکر کړل په دغو ډګرونو کې ښځو ته زیاته ونډه په همدې هدف ورکړل شوی ده، چې تر څو د بې غیرتۍ دود رایج کړل شي، لکه د کمونیستانو د وخت غلام ذهنیته خلکو به چې روسیې ته د انجونو استول پرمختګ باله، کټ مټ نن د امریکایي ډیموکراسۍ امریکایي زیره خواره چارواکي دغه مبتذلو او حیا وژونکو اقداماتو ته پرمختګ وایي، له مخکې لا موږ افغانان د سیماثمر، ملالۍ جویا، حبیبه سرابي، شکریه بارکزۍ او… په څېر فاحشو څخه تنګ راغلي یو، دا دی د نورو دغه ډول فاحشو دروزنې پروګرامونه هم روان دي، زه نه پوهیږم چې د ستارۀ افغان فاحش پروګرام خپل کار وکړ او که هندي، ترکي او روسي سریالونو د ځینو خلکو غیرتونه وسوځول چې نن امریکا ته د تنکیو پیغلو په استولو فخر کوي؟! امریکا که د افغانستان د پرمختګ ملاتړې وای په دا ۱۶ کالو کې به یې دلته زرګونه رغوونکي او اساسي پروژې پلي کړې وې، تعلیمي ادارې به یې جوړې کړې وې، د تلویزیونونو او راډیو ګانو خو یې سم باران وکړ، مګر تر اوسه یې یوه پروژه هم څوک نه شي ښودلی چې هغه دې د افغانستان د پرمختګ په موخه تر کار لاندې نیول شوي وي، خو بس دا ۱۶ کاله یې د ښځو د حقوقو په ډنډورو ماغزه را وخوړل او په همدغه شیطانی شعارونو یې د زرګونو افغاني خویندو پت او ناموس وتروړلو، اوس چې هم څوک د امریکا پۀ اهدافو نۀ پوهیږي او امریکا ته د دوست هېواد په نظر ګوري، هغه به له مرکب جاهل پرته بل څوک نه وي.

د ګران هېواد د ازادۍ په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

وروره دا ټول کارونه داشغالګرو خوشالول او ددالرو ګټل دي دغه نجوني ولا که په هیڅ خبرې وي او یابه د ربوټې په تخنیک پوهیږي ! دا ټول داوبو څګ دی چې باد پرې راشي نو ټس یې وزي !۱

محمد حکیم

ځوانه! که دا انجونی له خپلو محارمو سره تللی وي بیا څنګه ورته فاحشی او څنګه یی کورنیو ته دوسان وایی . بی عزتی او بی غیرتی یواځی په دود او دستور کی نه نعښتل کیږي تا باید لومړی دا موضوع داسلام له اړخه ددوی دکورنیو له پوره معلوماتو سره څیړلي وای بیا د خپره کړی وای او س خو دی یوا ځی خپل نظر ویلی موږ ته نه معلومیږي چی دوی یواځی تللی او که دکورنیو یی څوک ورسره شته ! ما چی ددوی کوم انځورنه وکتل په حجاب سمبالي دي نو بیا ولی ورته فاحشی وویل شی ایا… نور لوستل »

ضرار مکی

روبوٹ کوم دومرہ سخت ضرورت دے چہ دھغی دپارہ دکافرو ملک تہ سفر اوشی لگ دفقھاوء فتاویٰ اوگورہ چہ بے لہ سخت ضرورت نہ دناریناوء سفر نن وخت کیء یورپی ملکونو تہ جایز نہ دے ،اوبیا یو دشمن ملک تہ چہ دھغی لاسونہ ددنیا د مسلمانانو پہ وینو رنگین دی

جابر نعماني

محمدحکیم! ته چی ده ته د اسلام د کم فهمی پیغور ورکوی او په تعصب یی تورنوی نو ته په کوم دلیل ځان ترټولو پوه بولی له الله وډار شه. ځان د حکمتیار ، سیاف و کشاف، تش په نوم بیغرته جهادی رهبرانو او د شمالی اتحاد د مرتده او منافقه رهبرانو په شان چی کفر بواح یی ورځی تر بلی هر یوه ته اظهر من الشمس ګرځی مه جوړوه چی په لوی لاس او دعلم باوجود دخپلو نفسی خواهشاتو لپاره ځان د کفارو له دسیسو او توطیو غافل اچوی مسلمانان مه ګمراه کوه خپل او دنورو وخت د عکس… نور لوستل »

کمال l

نعمانی صاحب سلامونه او نیکی می هیلی ومنه ! زه باور لرم چه حکیم جان یی مستعار نوم او کوم ژباړن دی ، د ژباړنو دندی کمی شوی خو د قرارداد وختونه یی لا پاتی دی وخت یی ورله به همدغه ګډو وډو پوره کوی او د کابل د غلامی ، ناوړه او فاسدی اداری کوم غلام چارواکی په دغه نامه د خپلو بادارانو د پاره په غیر مستقیمه ډوله چاپلوسی او …… کوی . د هغو فاحشو جینکو به اړه چه هغه تصویر کی لیدل کیږی : په ګوته ګوته راټولی شوی ، هغه پوړنی هم د حجاب په… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x