نادري ناولده

په اسپانیا کې ږلۍ او که د خدای قهر / ویډیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸ چنګاښ، ۱۳۹۶): پر ټولنیزو پاڼو د اسپانیا یوه ویډیو خپره شوې چې په کښي د طوفاني باران او ډیرو غټو ږلیو عکاسي شوې.

ویل کیږي چې دغه ږلۍ تېره اونۍ د اسپانیا په شمال کې شوي چې له امله یې زیات مالي تلفات اوښتي دي.

د ډیلې میل ورځپاڼې د راپور سره سم د هرې ږلۍ حجم د یوه ګولف بال په برابر وو.

په ویډیو کې د ږلیو غږ اوریدل کیږي چې پر بام باندي راپریوځي او بیا لاندي غورځي.

د ورځپاڼې په وینا دغه ږلۍ د جولايي میاشتې پر ۱۳مه نېټه شوي وې، او تر اوسه مالومه نه ده چې ددغه طوفاني ږلیو له امله به څوک ټپيان شوي وي او کنه، خو انځورونه ښيي چې یو شمېر څاروی وژل شوی او د موټرو ښیښې هم ماتې شوي دي.

https://www.youtube.com/watch?v=ezTg7Kvg5b4

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x