نړۍ

ټرمپ: نه پوهیږم مونږ ولي ۱۷ کاله وروسته لا هم په افغانستان کې یو / ویډیو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۸ چنګاښ، ۱۳۹۶): تېره شپه ناوخته امریکايي ولسمشر په سپینه ماڼۍ کې د هغو څلورو امریکايي عسکرو سره ولیدل چې په افغانستان کې یې دنده تر سره کړې ده.

نوموړي وویل چې زه ځکه له دوی سره ګورم چې غواړم ځان پوهه کړم چې مونږ ولي ۱۷ کاله وروسته لا هم په افغانستان کې جنګیږو، دا جګړه ولي اوږده شوه او حالات پر کوم لوري روان دي.

باید وویل شي چې ټرمپ د خپل ولسمشرۍ وروسته تر اوسه د افغانستان په اړه دومره خبرې هم نه وې کړي لکه تېره شپه چې يې وکړې.

https://www.youtube.com/watch?v=QXlPVQJYttM

ټرمپ چې له تجارتي نړۍ څخه سپینې ماڼې ته رسیدلی، له پخوا څخه یې د افغانستان جګړه بېځایه مصرف باله او د پخوانیو حکومتونو څخه یې غوښتل چې باید له دغه هیواده خپل ځواکونه وباسي.

نوموړي وروسته تر هغه د امریکا دفاع وزیر ته د افغانستان په اړه ټول واکونه ورکړل کله چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو مشر جنرال نیکلوسن د اضافي ځواکونو غوښتنه وکړه، نورو جنرالانو او پارلمان ورسره تایید کړه.

که څه هم ټاکل شوې وه چې د جولايي میاشتې په منځ کې به امریکا خپله نوې ستراتیژې اعلان کړي او هم به ورسره د اضافي ځواکونو شمېر په ډاګه کړي خو تر اوسه دغه چاره نه ده تر سره شوې او داسي ښکاري چې نور به هم وځنډیږي، ځکه چې ویل کیږي په سپینه ماڼۍ کې نوې بحثونه را پاریدلي چې ایا د افغانستان لپاره به امریکايي پوځیان ښه وي او که د ازادو امنیتي شرکتونو جګړه ماران لکه بلیک واټر او نور.

د نوموړي پر خبرو په ټولنیزو پاڼو کې په سلګونو تبصرې شوي چې ځینی يې په لاندي ډول دي:
یوه امریکايي ویلي چې څلور عسکر به نوموړي ته د افغانستان جغرافیه هم وروښيي، ځکه چې ټرمپ تر اوسه هم نه پوهیږي چې افغانستان له سره چیري موقعیت لري.

یوه بل لیکلي چې ولي تر اوسه دی نه پوهیږي؟ دا سړی ددې اهلیت نه لري چې یوه لارۍ وچلوي، هیواد خو لیري خبره ده.

یوه بل ورته لیکلي: چې هر څه کوې وکړه، خو خپل زوم «جیراډ کوشنر» هلته د سولې لپاره مه لیږه.

یوه بل امریکايي د کوکنارو په یوه فصل کې د امریکايي عسکرو انځور نشر کړی او ټرمپ ته یې ویلي چې مونږ هلته د دغه شي لپاره یو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x