
هلمند: مارجه کې شپږو زده کوونکو ته مرګ ژوبله واوښته
د هملند ولايتي مسؤولينو له قوله، چې سه شنبه له غرمې وروسته شاوخوا يوه نيمه بجه په مارجې ولسوالۍ کې يوې چاودنې شپږو زده کوونکو ته مرګ ژوبله واوړله.
د مارجې ولسوال ډاکټر شفيق وايي ، چې د زراعت ليسې مخته د موټرسايکل بم په واسطه چاودنه شوې چې درې زده کوونکي يې وژلي او درې نور ټپيان دي. د پيښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی