نړۍ

د جرمني په کاتولیک ښوونځیو کې تر پنځه سوه زیاتو هلکانو سره جنسي تیری شوی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۸ چنګاښ، ۱۳۹۶): په یوه تازه راپور کې ویل شوي چې په عیسايي دیني ښوونځیو کې له تیرو پنځوسو کلونو راهیسي دغه ناوړه عمل روان وو، او زیاته کړې چې دغه شمېره ځکه دقیقه نه ده چې ډیری قربانیان اوس هم نه غواړي چې په دې اړه څه ووايي.

په دغه قضیه کې محقق او څارنوال الرچ ویبر ژورنالیستانو ته ویلي چې ماشومانو په دغه مکتبونو کې داسي احساس کوی لکه په بندي خانه کې چې اچول شوي وي، یا په دوزخ کې او یا هم د بندیانو په یوه معسکر کې وي.

هغه کسان چې اوس یې عمر تېر شوي او غټان شوي دي، خپل د عمر هغه پړاو خپل د ژوند تر ټولو بد وخت بولي، چې وېره باندي غالبه وه، سخت چلند ورسره کیدی او هیڅ امید یې نه لاره.

محقق او څارنوال الرچ ویبر رسنیو ته خپل د تحقیق وړاندي کولو پر مهال

په راپور کې ویل شوي چې دغه ماشومان اکثره وخت د هغوی د استادانو له لوري تر جنسي تیري لاندي راتله خو مدیرانو به هم په دغه چاره کې برخه اخیسته.

د جرمني یوه څارنوال او څیړونکي پر ۴۵۰ ورقو مشتمل یو لوی راپور ترتیب کړی دی، نوموړي د هغو خلکو سره مرکې کړي چېد تیرو پنځوسو کلونو په موده کې یې د جرمني په کاتولیک ښوونځیو کې درسونه ویلي دي.

په راپور کې ویل شوي چې په ټوله کې ۵۴۹ پيښې دوی ثبت کړي دي، خو ځکه چې ډیریو خلکو پټه خوله نیولې، دوی اندازا لږ تر لږه د قربانیانو شمېر ۷۰۰ اټکل کړی دی.

باید وویل شي چې دا لومړی ځل نه دی، بلکې ددې تر مخه هم د عیسایانو پر دیني مرکزونو او د هغوی پر دیني مسؤولینو «پاپاګانو» ورته تورونه لګېدلي چې د ماشومو نجونو او هلکانو سره ناروا جنسي اړیکې پالي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x