نړۍ

په مستونګ کې څلور هزاره ګان وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۸ چنګاښ، ۱۳۹۶): نن د چهارشنبې په ورځ سهار د بلوچستان ایالت په مستونګ سیمه کې نامعلومو وسلوالو څلور هزارګاه په ډزو وژلي دي.

پولیسو ویلي چې دا یوه هدفي وژنه او زیاته کړې چې په وژل شویو کسانو کې یوه مېرمن هم شامله وه.

پېښه هغه مهال را منځته شوه کله چې نامعلومو وسلوالو د هزاره ګانو پر موټر باندي ډزې وکړې او د امنیتي ځواکونو تر رسیدو مخکې له سیمې څخه وتښتېدل چې له امله یې څلور هزارګاه ځای پر ځای ووژل شول.

مستونګ د بلوڅانو کلیواله سیمه ده خو د کوټې ښار او ایران تر منځ پر غځېدلې لاره پرته دغه سیمه کې اکثره وخت هزاره ګان ویشتل کیږي، ځکه چې شیعه ګان له دغه لارې په استفادې د مذهبي مراسمو لپاره ایران ته تګ او راتګ ډېر کوي.

د پاکستاني ورځپاڼو د راپورونو سره سم په بلوچستان کې په تیرو ۱۵ کلونو کې ۱۴۰۰ شیعه ګان په نښه شوي دي، چې اکثره یې هزاره شیعه ګان دي، ځکه چې په وینا یې دوی په اسانه پيژندل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x