نظــر

حکمتیار څه کولای سي؟

عبدالباري جهاني

د څه باندي شپاړسو کالو راهیسي چي متحده ایالاتو او د هغه متحدینو پر افغانستان باندي یرغل کړی او اوسنی نظام یې منځته راوړی دی، له هغو لومړیو شپو ورځو څخه اداري فساد داسي حد ته پکښي ورسېدی چي ډېر ژر یې په نړۍ کي دوهم مقام خپل کړ او د مخدره موادو د تولید او قاچاق په برخه کي یې په ټولي نړۍ کي لومړی مقام اخیستی دی. اوس حاضر د دې دواړو اجتماعي ستونزو تر څنګ د عمومي بې امنیتی مسله تر ټولو مهمه او حیاتي ده. د حکومت د مخالفینو قدرت دې اندازې ته رسېدلی چي دوه ځله یې کندوز نیولی او اوس حاضر د کندوز او لښکرګاه دواړه
ښارونه، هر آن، د سقوط په درشل کي دي.

د اداري فساد او مخدره موادو د قاچاق د له منځه وړلو او امنیت د ټینګولو په برخه کي، لکه څرنګه چي د مخکني جمهور رئیس کرزي صاحب حکومت ناکام سو داسي ښکاري چي د اشرف غني حکومت، چي ډېره زیاته تمه ورته کېدله، هم چنداني توره ونه کړه؛ بلکه لا درې واړه ستونزي ورځ تر بلي زیاتي سوي دي.

په افغانستان کي اوس حاضر زیات وکم سل واړه او لوی ګوندونه موجودی دي چي زه یې لوی او واړه دوکانونه بولم او مشران یې یوازي د دوکاندارانو حیثیت لري. د حکومت په مقابل کي، چي په خپله دننه کي هم له مخالفتونو سره مخامخ دی، عبدالرب رسول سیاف د مجاهدنیو، یا پخوانیو مجاهدینو او جنګ سالارانو، څخه یو ایتلاف جوړ کړی دی. انورالحق احدي هم، چي اشرف غني په خپل حکومت کي چنداني توجه ورته ونه کړه، د اصلاحاتو په نامه د څوګوندونو، یا بهتر ووایو دوکاندارانو، یو بل لوی ایتلاف جوړ کړ او پر حکومت یې ږغ وکړ چي خپل ځای یوه موقتي حکومت ته پرېږدي او څه موده وروسته انتخابات را وبولي. په ترکیه کي دوستم او عطامحمد نور د قاتلانو او جنګ سالارانو داسي یو ایتلاف رامنځته کړ چي ټول افغانان یې باید د طرحو او احتمالي عملیاتو په مقابل کي ودرېږي.

په دې وروستیو شپو ورځو کي، د افغانستان د سیاست په میدان کي، یو بل لوی فکټور ورزیات سوی دی چي هغه د حزب اسلامي مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار دی. د انجنیر حکمتیار له نامه سره د افغانستان تقریبا ټول خلک آشنا دي. داچي هغه د خپل وسله وال کاروان او هیلي کوپټرونو په بدرګه کابل ته ننووت د دې معنی دا ده چي باید د کابل د حکومت او د امریکایانو بشپړ ملاتړ ورسره وي. دا هغه څه دي چي د ښاغلي حکمتیار په راتلونکو فعالیتونو کي مرسته ورسره کولای سي.

په افغانستان کي د سولي او امنیت ټينګېدلو موضوع تر ډوډۍ او سرپناه هم مهمه ده؛ خو له بده مرغه چي له دې مهمي مسلې سره تر اوسه پوري جفا سوې ده. په افغانستان کي د سولي تش په نامه شورا یوازي د سیاسي سوداګریو او لوبو لپاره جوړه سوې ده؛ او دا چي مشرتوب یې یو ځل ربانیانو، وروسته سید احمد ګیلاني او اوس د طالبانو، سولي او کرارۍ څرګند دښمن خلیلي ته سپارل سوی دی، د دې معنی دا ده چي د افغانستان مقامات نه ریښتونې سوله غواړي او نه په سوله کي ګټه ویني.

ښاغلي حکمتیار پر طالبانو او د حکومت پر مخالفینو ږغ وکړ چي د ده په څېر د سولي له بهېر سره یو ځای سي او که سولي ښه نه مزه نه درلوده دی ژمنه کوي چي له هغوی سره یو ځای غرونو ته پورته سي.که د هغه دا وینا پر نېک فال ونیسو نو د حکومت څخه دباندي به لومړنی قوت وي چي په مستقله توګه او د خپل ورسره ګوند په مرسته د سولي او امنیت په لاره کي جدي ګام پورته کوي. دا چي طالبان د هغه غوښتنه مني او کنه دا بېخي بېل سوال دی. ځکه چي له طالبانو سره تر اوسه پوري چا جدي خبري کړي نه دي. د هغوی غوښتنو ته چا تر اوسه پوري غوږ نیولی نه دی او یوازي یې د پګواش په څېر روښانو، معقولو خو بې واکو موسسو له لاري تماسونه ورسره ټینګ کړي دي.

ښاغلی حکمتیار، په داسي حال کي چي د کابل د اوسني حکومت ملاتړ نه دی کړی او حتی غیر مشروع یې بللی دی، د عطا نور او د هغه د بدماشانو ګواښونو ته ټینګ درېدلی او ویلي یې دي چي د حکومت د هر راز قهري نسکورولو په مقابل کي به ودرېږي او د حکومت ملاتړ به وکړي. په قهري توګه د کابل د حکومت نسکورېدل به یقیناُ چي د لس هاوو او ښايي د سل هاوو زرو بې ګناه افغانانو د وژل کېدلو سبب سي. حکمتیار په سوله ایزه توګه، د انتخاباتو د لاري د حکومت د تغییر غوښتنه کړې ده. که څه هم چي زه په اوسنیو شرایطو کي انتخابات د اوسني فاسد نظام او پارلمان په ګټه بولم، او یقین لرم چي بیا به همدغه آش او همدغه کاسه وي خو د عطانور او د هغه د بدماشانو هر ډول بې مسوولیته اقدام د افغانستان د اولسونو د بدمرغۍ او توربختۍ پیلامه ګڼم.

زه د حکمتیار صاحب له نظر او عمل سره هیڅ وخت موافق نه وم خو په اوسنیو شرایطو کي چي هر څوک د سولي لپاره ږغ پورته کوي یو به زما ږغ، که څه هم ډېر به کمزوری وي، ورسره مل وي. د افغانستان خلک سولي او امنیت ته ضرورت لري. ویني تويېدل بس دي. دا اوسنی فاسد نظام نه یوازي د سولي د ټینګولو په لاره کي ناکام سوی دی بلکه عملاً جفا ورسره کوي. ځئ پر هغو کسانو او قوتونو باندي سوله تحمیل کړو چي پر موږ یې جنګ تحمیل کړی دی. دا چي حکمتیار صاحب به د سولي او امنیت د ټينګولو په لاره کي څه توره وکړي زه اوس هیڅ نه سم ویلای. خو که د سولي ریښتونی جریان د ده په وسیله یوازي پیل سي دا به ډېره لویه کار نامه وي او زه یقین لرم چي خدای تعالی به یې کړي ګناهونه ټول ورته معاف کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اقبال

جهانی صاحب نیکی هیلی می ومنه ! سره ددی چه تاسی هم د هماغه کاسی اش یاست پرون د شرق او نن د غرب په اخور د نورو په شان په دواړو لاسو ارداوه خوری ، عقیده مو کمونستی او دموکراسی ده دموکراسی او کمونستی دوه غبرګون خویندی او د نړیوال استعمار لوڼه دی . پرون چه دی لوی قاتل اسدلله خالد ته چه د بادارانو به کوم روغتون کی امریکایانو ورته شا او مخه ګنډله ورځغستلی د همدی د پاره چه تاسی هم کوم وزیر جوړ شۍ او هغه خوب او هیله مو پوره شوه،او تر یوی کچی مادی… نور لوستل »

غضنفر

الله جل جلاله دي ټولوته هدایت وکړی اوکه نه دامظلوم ملت دي الله ج ددوي له ناپاکوځانوڅخه پاک کړی او یوسوچه اسلامی خلافت دی الله پاک په ټوله نړی کی راولی

RAZMOHAMMED KAMAWALL

dears peace is not eassy/doctor ashrafghani try too much/but peace belong toPAKISTAN
PAKISTAN WANT TO AFGHANISTAN MUST DONOT HAVE ANY RELATION WITH INDIA/
SOME STATE LIKE KANDAHAR/HELMAND NANGARHAR MUST HAVE TALIBANI GOVERNERS
DIURAND LINE RECOGNATION/
ANY POLITICAL OR ECONOMICAL DICISION MUST BE UNDER CONTROL OF PAKISTAN
AFGHANISTAN MUST BE MARKET FOR SALE OF PAKISTANI PRODUCTS
WATER RUNN LIKE NOW/
DID YOU LIKE THIS KIND PEACE
THE ANSWER MUST BE NO
THANK YOU

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x