نظــر

دپرمختللي الحاد یا(سيكولرزم) پاتیالي فكري بنسټونه

اجمل ګروهمن 

‎دسیکولرزم اصطلاح دلومړي ځل لپاره په 1846 -م کال کې دبرتانوي لیکوال (جورج هولي اوک) له خوا وکارول شوه،چې ظاهراً د(تاریخي پیر،عصر اوعهد) مانا افاده کوي،لاکن اصلي مفهوم او بنسټیزه موخه ددین او سیاسي حاکمیت جلا والي دی،او په همدې طریقې سره په حکومتونو کې الهي لارښوونې او دیني بنسټونه له مینځه وړي.

‎په موجوده حالاتو سیکولرزم یا علمانیت دځنې علماوو له لیدلوري په دوه ‌‌‌‌‌‌برخو (سیاسي سیکولرزم) او (فلسفي سیکولرزم) سره ویشل شوی،چې ددواړو برخو کړنلاری (پروسيجر) دقراني نصوصو سره په ټکر کې دی.

١-فلسفي سيكولرزم:

فلسفي سیکولرزم دانسانانو دفکري محیط ،عقیدې او دژوند په عملي برخو کې دالله تعالی او ماوراءالطبیعه ځواک سره په کلک مخالف دی،او ددغه غیر منطقي فکر پلویان دژوند په ټولو چارو یواځې په انساني عقل اکتفاء کوي او دالله تعالی دسپیڅلي ذات سلطنت مردود ګڼي،چې ښې بیلګې یې ددې عصر طاغوتي نظامونه دي،چې په ښکاره توګه دخدای پالنې پر وړاندې مبارزه کوي.

٢- سياسي سیکولرزم:

سیاسي سیکولرزم دفردي عباداتو لکه لمونځ،روژه او صدقاتو پر وړاندې ښکاره مخالفت نکوي،لاکن په حکومتي چارو کې الهي رسالت ته غاړه نږدي،ځکه چې ددوی لپاره دحقانیت معیار درایو اکثریت دی،نو له همدې کبله دقانون جوړونې په برخه کې هم یواځې په انساني عقل اکتفاء کوي .

دیني علماوو پر وړاندې هم دجومات او مدرسې په حدودو کې دتدریس او نیکیو ته دبلنې تر کچې ممانعت نکوي،لاکن په سیاسي ‌‌‌‌‌‌ډګر کې ورته هیڅکله دګ‌‌‌‌‌‌ډون اجازه نه ورکوي،ځکه چې دوی الهي شریعت ددې جوګه نه بولي،چې سیاست کې ترې ګټه پورته کړي،او په دغه ‌‌‌‌‌‌ډول غیر منطقي فکر سره ددین او سیاست تر منځ خڼ‌‌‌‌‌‌ډونه را منځته کوي.

سیاسي سیکولرزم هم په اسلامي ټولنه کې دنفاق او بې دینۍ پرمختللې تګ لاره ده‌،او غواړي چې خلک په اسلامي ارزښتونو بې باوره کړي،او پر ځای یې دسیکولرزم او ‌‌‌‌‌‌ډیموکراسۍ شړیدلي او غیر انساني تهذیب ته لاره هواره کړي،لاکن په اسلامي هیوادونو کې سیکولر حکومتونه قطعاً ښې پایلې نلري،ځکه چې سیکولرزم په بشپړه توګه دهغه اصولو سره په ټکر کې دی،په کومو چې الله تعالی خپل مومن بندګان مکلف کړي دي.

دمثال په توګه او دپرمختللي مفهوم له مخې حکومت هغه سازمان دی چې ددری ګونو قواوو یعنې (مقننه،اجرائیه،اوقضایه قوا)

څخه شکل مومي،چې دهیوادونو دچارو دسمون دنده په غاړه لري .

او دوګړو دامنیت،ټولنیز،اقتصادي او فرهنګي عدالت تأمینول یې بنسټیزې دندې دي،البته دنورو مذاهبو لپاره ستونزمنه نده چې سیکولر او یا ددین څخه جلا حاکمیت ولري،ځکه چې دوی داسې احکام نلري،چې په حکومتي دندو کې ترې ګټه پورته کړي دمسیحیت په شمول داکثرو مذاهبو داحکامو محتوا یواځې دخدای او بنده ترمنځ په اړیکو بحث کوي.

لاکن برعکس داسلام سپیڅلي دین دخپل جوړښت له مخې دبشري ژوند دټولو چارو لپاره ځانګړي اصول او احکام لري،چې په دوه عمده برخو ویشل کیږي،چې یو یې (حق الله) دي،چې انسانانو ته دالله تعالی داطاعت او بندګي اصول او اداب تشریح کوي،او بل (حق العبد)دي،چې دانسانانو دټولنیزو چارو،معاملاتو او ستونزو لپاره داسلامي حکومتونو دندې او مسئولیتونه په ‌‌‌‌‌‌ډاګه کوي،چې دبیلګې په توګه په اقتصادي برخه کې دمالکیت،میراث او دمالیې دراغون‌‌‌‌‌‌ډولو او دهغې دعادلانه ‌‌‌‌‌‌ډول ویشلو په اړه اسلامي شریعت بشپړ احکام لري،او پدې ټولو برخو کې یې داسلامي حکومت مکلفیت او چلند روښانه کړی دی.

نو له همدې وجهې اسلامي حکومتونه اړتیا نلري،چې له ځانه قوانین تصویب کړي او نه دا صلاحیت لري،چې له شرعي قانون پرته بل قانون دپریکړو مصدر وګرځوي.

همدا ‌‌‌‌‌‌ډول دفردي مصوونیت لپاره هم په اسلامي شریعت کې ټول جرایم طبقه بندي شوي،او دهر جرمي عمل لپاره ورته ځانګړې سزا ټاکلې شویده،لکه: قصاص،رجم،لاس کټ کول او په درو وهل،چې په همدې ‌‌‌‌‌‌ډول مجازاتو سره په ټولنه کې دمنکراتو مخنیوي کیږي،خو داچې نن سبا داسلامي هیوادونو اکثره چارواکي دکفارو تر تأثیر لاندې دي،او په غوڅه توګه اسلامي حدود نه پلې کوي،همدا وجه ده چې اسلامي ټولنې په منکراتو کې غرقې دي.

بله اساسي ستونزه داده چې دغه دوهمه برخه یعنې (حقوق العباد) چې دانسانانو دخپل منځي اړیکو او ماحول په اړه داسلامي شریعت اساسات دي،نه یواځې عوام بلکې ځنې دیني علماء هم په دغه برخه کې لازمه پوهه او درک نلري،چې له کبله یې داسلامي حکومتونو دهیبت او میمنت کچه راټیټه کړې ده،نو ځکه ځنې کسان په غیر شعوري توګه او دخپلې ناپوهۍ له وجې سیکولرزم ته لیواله شوي او داسلامي نظام پر ځای سیکولر نظام ته ترجیح ورکوي،او ځنې وخت اسلامي شریعت دتمدن سره په ټکر کې بولي،دا په دې ماناده چې دوی اصلا داسلام دسپیڅلي شریعت په هکله کافي معلومات نلري،کنه نو هیڅ سالم فکر لرونکی کس به دسیکولرزم شړیدلې او دانساني فطرت خلاف فلسفې ته په اسلامي شریعت لومړیتوب ورنکړي،ځکه چې اسلام یواځنی دین چې د انساني کرامت ترڅنګ حتی دحیواناتو حقوق هم پکې تظمین دی،او دبشری ټولنې دثبات،عدالت او پرمختګ په موخه دټولو مذاهبو او فکري مکاتبو په سر کې قرار لري،او انسانانو ددنیوي او اخروي ښیرازۍ موخه لکه دلمر روښانه او حقیقي تګلاره او منشور لري.

په پای کې هغو تیر وتلو او منحرف شو کسانو ته توصیه کوم چې په غیر شعوري توګه یې په لوی لاس خپل ځانونه دسیکولرزم په تور جال کې ښکیل کړي دي،او یا دروانې فکري جګړې د بنسټه افواهاتو تر تأثیر لاندې راغلي دي،باید چې په خپل دې نامعقوله او غیر منقطقي دریز او باطله تګلاره له سره غور وکړي ،او داسلام دسپیڅلي دین په اړه دې له سره څیړنه وکړي ‌‌‌‌‌‌تر څو کافي معلومات حاصل کړي،ډا‌‌‌‌‌‌ډه یم چې کله هم ورته داسلام او اسلامي شریعت حقانیت څرګند شي،نو پرته له ځن‌‌‌‌‌‌ډه به یې دریز تغیر وکړي،او بیرته به دحق او حقانیت لمنه ونیسي،بیشکه چې دانسانانو ددنیا او آخرت دښیرازۍ او بریالیتوب یواځنۍ راز په اسلام او دیوه خدای بندګي دی.

وما علینا الی البلاع .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x