نړۍ

پروفيسر ابراهيم: جګړه له دواړو خواوو پیل شوې

د طالبانو مرکچي ټيم غړی پروفيسر ابراهيم وايي چې، جګړه دواړو لوريو پیل کړې او د جګړې سربېره د خبرو اترو ملاتړ کوي. پروفيسر ابراهيم وايي چې دی اوس هم ټينګار کوي چې بايد مذاکرات وشي. پروفيسر ابراهيم و ويل چې د حکومت مرکچي ډلې سره غير رسمي خبرې اترې روانې دي او دی هيله من دی چې ډېر زر به د دواړو مرکچي ډلو تر منځ رسمي ناستې پیل شي.

پروفيسر ابراهيم له دواړو لوريو وغوښتل چې، سمدستي اوور بند اعلان کړي او خبرو اترو ته لار هواره کړي. پروفيسر ابرهيم نن پيښور کې خبريالانو سره دا خبرې په داسې وخت کې وکړې چې د پاکستان لومړي وزير ميا نواز شريف نن په اسلام اباد کې د وزيرانو په غوڼده کې و ويل چې طالبان بايد بې قيد و شرط اوور بند اعلان کړي او که طالبان هر ځای بريد يا چاودنه کوي، پر خلاف به يې عمليات کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x