د قطر او ترکيې ولسمشران د ترکيې پوځ څخه ليدنه کوي (ارشيف انځور)

ترکيې قطر ته نور عسکر او درنې وسلې واستولې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۸ چنګاښ، ۱۳۹۶): د ترکيې هېواد قطر ته د وسله وال پوځ شپږمه ډله واستوله چې پکې ۱۷۱ تنه پوځيان، درنې وسلې او د توپان په نامه ټانګونه شامل دي.

د قطر د دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ترکيې دغه ډله سرتيري تېر ماښام دوحې ته رسېدلي او د قطري ځواکونو سره به يوځای خپلې دندې او تمرينات پيل کړي.

د دفاع وزارت خبرپاڼه زياتوي، چې قطر او ترکيه د ترهګرۍ پرضد د مبارزې ملاتړ کوي او د سيمې د امنيت ساتلو لپاره به له يوبل سره نظامي همکارۍ ته دوام ورکوي.

دواړه هېوادونه د نظامي همکاريو تړون لري، چې له مخې يې ترکيې په ۲۰۱۵م کال کې په دوحه کې خپله پوځي اډه پرانيستله.

په ورته وخت کې د دواړو هېوادونو ولسمشرانو په تازه تليفوني اړيکه کې يوبل سره په همکارۍ او د اړيکو په پياوړتيا خبرې کړي.

شاوخوا درې مياشتې مخکې د سعودي په مشرۍ يو شمیر خليجي هېوادونو په قطر تور پورې کړ، چې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي، په دغه هېواد يې هراړخيز بنديزونه ولګول او د يو شمير نورو غوښتنو سربيره يې د الجزيره تلويزيوني شبکې د بندولو، په قطر کې د ترکيې د نظامي اډې د تړلو غوښتنه هم وکړه.

ويل کېږي، چې رجب طيب اردوغان به په نږدې راتلونکې کې د قطر د شخړې د حل کولو په موخه د خليجي هېوادونو په سفر ووځي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د