اسلامي امت داسې اميرانو ته اړتيا لري

سيد مطيع فاتح 

“عموریه” د روم تر ټولو مضبوط او نه ماتېدونکی ښار وو، مشهوره عباسي خلیفه “معتصم بالله” دا ښار فتح کړ، د دې ښار د فتح کولو هم یو عجیب سبب وو،

ابن اثیر په خپل کتاب “الکامل ” کې لیکي، چې “معتصم بالله ” د همېش په څیر په خپل تخت ناست وو، یو څوک راغلل او دا خبر یې ورکړ چې په عمریه ښار کې یوه مسلمانه هاشمي (سیده) میرمن د رومیانو لخوا قید ده، او هغه په ژړا ژړا خپل مسلمان خلیفه “وامعتصماه ” “وامعتصماه ” ته چیغي ور وهي،

معتصم چې کله دا خبر واورېدل، “لبیک لبیک ” یې وویل او ولاړ سو، په دغه وخت یې د لښکر د آماده کولو اعلان وکړ او وصیت یې وهم ولیکل، لښکر یې را جمع کړ،

پوښتنه یې وکړه: د رومیانو تر ټولو مضبوط ښار کوم یو دی؟

جواب ورکړل سو: عموریه، د رومیانو یو مضبوط او نه ماتېدونکی ښار دی، مسلمانان تر ننه پوري هم د عموریه ښار خواته نږدې نه دي ورغلي، رومیانو ته عموریه ښار تر قسطنطنیه هم ډیر عزیز او ګران دی،

معتصم د لښکر سره خپله د عموریه ښار ته لاړ او تر ۵۵ ورځو محاصره کولو وروسته یې ټول ښار فتح کړ،

او هغه سیده میرمن یې د کفارو له منګولو نه خلاصه کړه 。
#ژباړه
(الکامل لابن أثیر، ج:۵ ص: ۲۴۷)

نن راشه د مسلمانانو امیران وګوره له یوه مسلمان وطن سره په یوه ورځ کې خپله دښمني اعلان کړي، خو د یهودو په زیندانو کې په زرهاو مسلماني خویندي بندیاني دي، په مسجد اقصی کې یهودیان لوبي کوي، په ساده الفاظو یې غندنه نه شي کولای جنګ او لښکر خو لا هلته پاتي،

یا رب العالمین،

موږ ته د حضرت عمرابن خطاب، حضرت خالدبن ولید او دمعتصم بالله، په څېر مشران راکړه،
آمین ثم آمین

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د