افغانستان

پاکستان کې د ناثبت شويو افغان کډوالو د ثبت پروسه «سبا» پيليږي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۸ چنګاښ، ۱۳۹۶): په پاکستان کې هغه افغان کډوال ثبتيږي چې په دغه هيواد کې تر دې وړاندې له ثبت کېدو څخه پاتې وو.

دغه پروسه چې سر له سبا د جولايي (۲۰) نېټې څخه پيليږي په لومړي سر کې به د اسلام اباد او پيښور څخه پيل شي او له هغې وروسته به د اګست په ۱۶ مه نېټه نور ۲۱ مرکزونه په ټول پاکستان کې پرانيزي.

دغه پروسه چې د يو اين ايچ سي ار، افغانستان او پاکستان درې اړخيزه پروسه ده چې په ګډه به يې چارې او نظارت پرمخ وړل کيږي.

په دغه پروسه کې ټولو هغو غير راجستر افغان کډوال ثبتيږي او کارتونه ورکول کيږي چې تر دې وړاندې هم په پاکستان کې ميشت و خو د کوم مشکل له امله يې کارتونه نه دي ترلاس کړي

په پيښور کې د افغان مهاجرينو د رياست له لوري په خپره شوې يوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې افغان کډوال مخکې له دې چې د ثبت مرکزونو ته لاړ شي په کار ده چې لاندې سپارښتنې په نظر کې ونیسي.

۱: د افغان او مهاجر پېژندنې ټول اسناد باید له ځان سره ولرۍ لکه ، تذکره ، زوړ راشن پاس، زوړ مهاجرکارت ، د کورنۍ د غړو مهاجر کارتونه او اوړونده تصدیق شوي کارتونه او اسناد. د اسنادو درلودل ضروروي دي او باید په جدي توکه ورته پاملرنه وشي.

۲: په پاکستان کې د اسېدو مکمل اسناد باید له ځان سره ولری لکه این او سي ( د اوسېدو جواز نامه ) ، د برق بل ، د اوبو بل ، د کور د کرایې سند ، تعلیمي اسناد ،د ټیلیفون بل او د اسېدو اړونده اسناد.

۳: د ثبت کېدو په وخت کې خپل اصلي نوم او د پلار نوم ورکړۍ کوم چې ستاسو په تعلیمي او اړونده اسنادو کې موجود وي .

۴: د ثبت کېدو په وخت کې په افغنستان او پاکستان کې خپل دقیق ادرس، د ولایت نوم او د ولسوالی نوم ورکړۍ .

۵: د ثبت کېدو په وخت کې د خپل د پیدایښت دقیقه نېټه ورکړۍ کومه چې ستاسو په تعلیمي او اړونده اسنادو کې موجوده وي.

۶: د ثبت کېدو په مهال ثبت کېدونکی شخص باید موجود وي .

۷: که چیرې مو تخلص په کارت کې اضافه کول غواړۍ نو باید هغه تخلص مو په تعلیمي او اړونده اسنادو کې هم موجود وي.

۸: د ماشومانو د ثبت پر وخت د ماشومانو د مکتب په مطابق نوم، د پلار نوم او د پيدایښت دقیقه نېټه ورکړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x