نظــر

د اربکيانو والي

د پکتیکا ځانغواړي والي د دې ولایت په ځینو سیمو کې د اربکیانو د زېږولو خبره کړې او ویلي یې دي چې په دریو ولسوالیو کې به دوه نیم سوه اربکیان نور ډېر شي، رسنیو ته په خبرو کې د پکتیکا ځانغواړي والي محيب صمیم ويلي دي، چې په دې څو کلونو کې اربکیانو د ټول هېواد په سطحه په پکتیکا کې ښه پایله ورکړې ده.

یا خو دا ښاغلي(!) (ښه) نه پېژني او یا هم خپل (ښه) د نورو په معیارونو برابروي، په پکتیکا کې د اربکیانو لومړۍ هڅه په ارګون کې د سازونو او بچه بازیو مشهور مشر عزیزالله راپیل کړه، وروسته يې د پکتیکا په یحی خېلو کې اربکیان وزېږول چې لا تراو سه پورې کور په کور په دې ولسوالي کې په بدي سره ککړ دي.

په یحیی خېلو کې چې وړاندې په کې د قدرت په نامه دطالبانو یو ډلګۍ مشر فعال و، اوس پکې ځای ځای اربکیان و اکمن دي، چې آن لا دوولس کلن هلکان په پوستو کې ساتي.

د رمضان پر نامه د یحی خېلو د مشهور اربکي ټوله کورنۍ پکې ننوته، چې پخپله رمضان، او دوه زامن يې ووژل شول او اوس يې ښځه ټانچه په غاړه د نازیه اقبال سندره چالانه په رنجرو کې له اربکیانو سره چکرې وهي.

وروسته دغه هڅه سروزې ولسوالۍ ته ورسېده، چې هلته يې دمیاشتو په اوږدو کې لسګونه کسان له لاسه ورکړل او مشران يې تسلیم شول، په داسې حال کې چې دغه ټول اربکیان په پیل کې د ولسي پاڅون پر نامه یاد شوي وو، چې په یحی خېلو کې يې اتلس کلن بهاول خان د وګي زوی چې په تېرو ټاکنو کې يې هم کار کاوه، د یو قومي مشر په توګه له رسنیو معرفي کړی و، او په سروزه ولسوالي کې يې د ښرنې په بازار کې هوټلي جانداد هلته د اربکیانو د ولسي پاڅون قومي مشر معرفي کړ. اوس نو د پکتیکا بلواکه، ځانغواړی او په پرېمانه جنسي اړيکو تورن والي غواړي په دریو نورو ولسواليو کې هم همدغه شریره او کثیفه ډله له څو چرسیانو جوړه او ويې ټاکي.

له سروزې وروسته يې دا قرآن وهلي لوپران په ښرنه کې وټاکل، جالبه ده، دیو ولایت په درې کیلومترۍ کې يې د دې لوپرانو دموجودیت احساس وکړ. په ښرنه کې د اربکیانو پوسته د زړې ښرنې په نامه په یوه کلا کې پرته ده، چې د اخلاقو، چال چلند اړو ښه توب(!) په اړه يې د سيمې له خلکو باید پوښتنه وشی.

په ښرنه کې ښایسته هلکان له دې پوستې سره له نږدې کورونو دباندې نشي راوتلای.

ښايي دپکتیکا نشه والي به په دې ولايت کې د خبريالانو پرنامه راټول شويو فحاشي خپروونکو خطا کړی وي، څو ورځې وړاندې د پکتیکا له محلي رسنیو د اربکیانو د مشر عزيزالله خبرې اورېدل شوې وي، چې پکې يې د اربکیانو د ډېرښت غوښتنه کړې وه، په پکتیکا کې څو ځیره خواره چې ځينې له ولایته د باندې هم له رسنیو سره کار کوي، د څو پیسو، یاهم د یوې نجلۍ دشمارې د ورکولو په بدل کې په ځان پسې هم غلط راپورونه خپروي.

د اربکیزم دا کرغېړنه پروسه د لېندۍ په میاشت کې د اومنې ولسوالي ته وغځېده، چې لومړنۍ پوسته يې ددې ولسوالي د زواکې په کلي کې واچوله، د لېندۍ له میاشتې راهيسې تر اوسه پورې لسګونه ځله د دې کلي مشران همدې مفسد او ### والي ته ورغلي دی، چې موږ له اربکیانو سره هیڅ مرسته نه شو کولای، دا بد خلک له موږ نه لرې کړئ! خو همدې والي چې اربکیان ښه نتېجه ورکوونکی مخلصين بولي، د زواکې د کلي مشرانو ته په مرګ اخطار ورکړی و،چې تاسې باید له اربکیانو سره هرډول مرسته وکړئ! د دې پوستې مشر، عیدمحمد دحسن زوی دی،چې کلونه کلونه يې په یاده سېمه کې په چرس، بچه بازۍ او ډمتوب کې نوم درلود، چې رحمان خروټی سندرغاړی يې نږدې دوست دی، همدې ځوان په ښرنه کې کلونه ديوې پوستې له پاره تېر کړل، چې کلي ته يې یوسي او په کلي کې بیا خپلو کرغېړنو عملونو ته لاس وغځوي.

مګر د پوستې د جوړولو لپاره حد اقل دڅلوېښتو نفرو تذکرې ضروري وي، چې عید محمد ورته په دوه کاله کې همدا تذکرې له خلکو په بېلابېلو نومونو راټولې کړي، والي هم اتلس شینواري عسکر ورسره دمرستې لپاره ولېږل چې هلته باید عید محمد په لس ورځې کې خپله پوسته تیاره کړي او نور نو شینوارو ته رخصت ورکړي، کله چې په کلي کې وضعه کې سرچپه وخته او د عید محمد له څلورو ملګرو پرته نور نو یو کلیوال هم د اربکیزم په شریره پروسه ورګډ نشو، په ده اور بل شو، شینوارو ورته اخطارونه ورکړل، چې موږ درنه ځو ته پوه شه ستا کلی! خو عید محمد يې په نن سبا کې تر ننه راچلوي، دا اربکیان د محمد یونس په نامه دیو کس کور خالي کړ او هغوی پردي کورته په کډه کولو مجبور کړل، دوی پکې واړول، اربکیان، بوټي، لرګي اود سون ټول توکي همدې بېچاره کلي نه په زور اخلي، د سهار، غرمې او ماښام ډو‌‌ډۍ او کتغ په کلیوالو جبري دی، په دې کلي کې تر اوسه لا ښځې له ښځو مخونه پټوي، خو اربکیان پکې په زیر پیراهنو کې ګرځي او له رنجرو يې د مستو سندرو غږ د کلي تر لرې رسېږي، خکه خو جناب والي صاحب وايی چې اربکیان مؤثر ثابت شوي دي.

په دې ورستیو کې یوه پوسته له دې کلي ور وړاندې د سپینه په نامه یوه کلی کې هم حاکمه شوه، چې لومړی کار يې په جوماتونو کې د ا‌ذان بندیز و، ځکه دوی ملا په کلي کې نه پرېږدي او وایی چې باید ټول ذکات او سرسايې اربکیانو ته ورکړل شي او که جماعت ډېر مهم وي باید اربکی امامت وکړي!؟!؟!؟

نو د پکتیکا ### والي صیب! هیله ده نور د عزیز الله پر نامه د سپي په شکل له انسانه هغه کارونه مه اخله لکه زرداد به چې له خپل سپي اخېستل، هیله ده نور د پکتیکا په بې وسه او مظلوم ملت کې د وحشت اور مه ژبغړاند کوه، هیله ده نور د پکتیکا په بېچاره او ګونګ ولس کې د اربکیانو پرنامه د هغوی د عزتونو لوټونکي مه ګوماره، هیله ده د نورو تر ټاکلو مخکې د پخوانیو پوښتنه وکړې، له ولسه وپوښته، موږ پوهېږو چې تاسې پیسې ګټئ ، نو پيسې خو بې له دې هم ګټلې کېږي، چې تاسې په یحی خېلو، اومنه یا سروزه کې د چا د لور خور بې عزتۍ لپاره اربکیانو وګومارئ!!!

ليکوال: یوسف خدرخېل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x