نظــر

طالبان د شمال په دروازه واک ټینګوي

جاوید علي خېل

طالبانو د خپلو اعلان کړیو منصوري عملیاتو په لړ کې په درست افغانستان کې په حکومتي قواوو ځپونکي بریدونه پیل کړي چې هره ورځ د سر او مال درانه زیانونه وراوړي.کندز او بغلان چې د نښتو او عملیاتو له اړخه پیژندل شوې سیمې دي که څه هم واکمن رژیم په کې تېر ژمۍ بیا بیا عملیات ترسره کړل او په دې سیمه کې یې د طالبانو د ځپلو دعوې وکړې.خو په وروستیو کې دلته د طالبانو خوځښت یو ځل بیا په څپو شوی او هره ورځ نوې سیمې لاندې کوي.

له پرون سهار راهیسې طالبانو د بغلان ولایت د مرکزي بغلان او پلخمري په سیمو کې یو ځل بیا په حکومتي ځواکونو کارنده بریدونه پیل کړي دي چې تردې مهاله دوام لري او له عسکرو یې ګڼ شمیر پوستې او سیمې نیولي دي.

د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد د معلوماتو له مخې پرون د سه شنبې په ورځ په مرکزي بغلان کې د جمال اربکي مهم بیس او د دولت زو پراخه سیمه، د قومندان صادق پوسته او شهرجدید سیمه کې د ۱۲ سړک مهمه پوسته او په سیمه کې نوري پرتې پوستې ټولې په بشپړه توګه نیول شوې او د دوی ځواکونه د شهر جدید بازار ته ننوتلي دي.په دې بریدونو کې د مخالف اړخ د دوو ټانګونو په تخریب سربیره ګڼ عسکر او اربکیان هم وژل شوي دي.

بل اړخ ته د بغلان د مرکز پلخمري په مربوطاتو کې هم د طالبانو لخوا بریدونه پیل شوي دي. راپورونه وایي چې تراوسه د پزشان په سیمه کې دوه پوستې د طالبانو لاس ته لویدلې او ۳ نورې یې تر محاصره لاندې راغلي دي. خبر وایي چې د بغلان ولایت له منځه تیره شوې د بغلان ــ کندز لاره هم فی الحال د طالب وسلوالو په ولکه کې ده او حکومتي قواوو د ګشت وګذار په وړاندې تړل شوې ده.

بغلان ولایت چې د هندوکش په شمالي اړخ کې پروت ولایت دی او د ټول شمال او شمال ختیځو ولایاتو دروازه بلل کیږي د طالبانو دا وړ پرمختګونه په کې خورا مهم او ټاکونکي ثابتیدای شي. په دې سیمو کې د طالبانو لخوا یو ځل بیا داسې ځواکمن پاڅون او توپاني بریدونو وښوده چې طالبان د افغانستان د جنوب غوندې په شمال کې هم ژورې ولسي ريښې لرې چې د وچولو او پرېکولو لپاره یې د بهرنیو ځواکونو په شان د داخلي عسکرو ، اربکیانو او اردو عملیات هم بیا بیا ناکام ثابت شوي.

طالبان په داسې حال کې خپلو پوځي پرمختیاوو ته دوام ورکوي چې د کابل حکومت په داخلي بحران کې غوپې وهي او ذات البیني بې اعتمادي یې تر ټولو وروستي ټاپي ته پورته شوې ده. د اشرف غني او عبدالله په مشرۍ ګډ حکومت تردې حده په خپل منځي جنجالونو کې ښکېل دی چې د جګړې او د سیمو د بایلات او ګټلو موضوعات ورته اوس ثانوي اهمیت لري نو ځکه خو یې په بغلان او نورو سیمو کې د طالبانو سترو پرمختګونو ته تراوسه هیڅ ځواب نه دی ویلی.

که په بغلان او کندز کې دطالبانو پرمختګونه همداسې دوام پیدا کړي او په لویو لارو خپل کنټرول جاري وساتي دا به په شمال کې هم حکومتي اړخ د اکمالاتو او جګړې پاللو په برخه کې له سترو مشکلاتو سره مخامخ او درنې پایلې به ورته ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x