نظــر

امریکا په نړیوال کنفرانس کي افغان روباتیکي نجوني او که د غربي بې حیایۍ سرچینه؟!

احمدجنید مبارز

دا چي حیاء د ایمان یوه برخه ده نو د اسلام دښمنان تل په دې هڅه کي دي چي د حیاء په له منځه وړلو سره د مؤمن مسلمان ایمان ته ضرر ورسوي د ټولني څخه بې حیاء اسلامي دود او دستور پورته کړي او پرځای یې مسلمان ملت ته فحشا، بې حیایي او شهوت پرستي ډالۍ کړي، چي دا د کفاورو یوه ستره وسیله ده.

حجاب، چي د اسلام د سترو اوامیرو څه شمیرل کیږي او د حیاء په قایمولو کي ستره ونډه لري، د اسلام دښمنانو په ښکاره یرغل پر وکړ چي څرګند ثبوت يې د فرانسې د ولس مشر سرکوزي هغه وینا ده چي ویل یې :

”اسلامي حجاب باید له منځه ولاړ سي دا ځکه چي دا د ښځو په ازادۍ کي ستر خنډ دی“.

ډیر د تعصب خبره ده چی د ښځي عزت ساتل، ټکری یې پر سر ور اچول د وحشي سترګو څخه یې خوندي ساتل د ښځي په ازادۍ کي خنډ ګرځي خو هغو ته د حیواناتو په څیر ژوند ورکول یعني بربنډ ګرځیدل، بې عصمته کول د ښځي حق او ازادي بولي، ددې څخه یې بل هیڅ مطلب نه دی بیله دې څخه چي مسلمان امت کمزوری کړي.

مسلمان اُمت په ۲۱ مه پیړۍ که اکثریت د خپلي کمزورۍ سره سره د کفارو د ابدي دُښمنۍ په چم پوه نه سول، یا خو پوه دي هسي د حق په طرف کي ګمراهان دي؛ اسلام په هر ځای او په هر وخت انسان حیاء ته را دعوتوي او د بې حیايۍ او فحشا څخه یې منع کوي چي د همدې حیا په برکت سره انسان خپل ځان او ټولنه د حیواناتو څخه بیلوي او ځان ته نړۍ جوړوي او همدا حیا ده چي د سالمي ټولني د جوړولو سرچینه جوړوي.

اسلام ښځي ته خاص داسي حقوق ور کړي دي چي سارۍ نه لري، دا چي غربیان او یا سیکولر انسانان د اسلامي اړخه دا موضوع بېله بولي دا ددوی ستر جنایت دی فکر عقل او دنیوي ژوند باید د اسلامي احکاماتو په عملي کولو کي تدبیق کړو ، داسي نه چي اسلام د فکر عقل او دنیوي حالاتو مطابق تدبیق کړو، د دې خویندو تګ د اسلامي اړخه هم او د دنیاوي اړخه هم زیانمن دی هغه داسي چي اسلام ښځي ته امر کړی دی چي په خپل کورو کي محافظي کښیني د ضرورت په اندازه دي دباندي وزي، هغه به هم محرم کس ورسره وي، او د ښځي لپاره ستر فرض دی، د ښځي ټول بدن او اواز لا عورت دی.

په دې تګ کي دغه لاندي فسادونه زیږي :

۱_ حتماً به د پردیو نارینه و سره اختلاط کوي دا افغاني نجوني، ښه شاهدي یا مثال یې دا عکس دی.

۲_ د کفارو سره په هیڅ صورت کي دوستي نه سي راتلای، خو دا افغاني مسلماني نجوني یو کفري ملک ته ځي او هلته د کفارو سره حتماً د لاس روغبړ کوي، حال دا چي دا سخت حرام دی، ښه مثال یې داغه عکس دی.

۳_ د اختلاط سره سره، بې ستري بې حجابي را منځ ته کیږي د الله تعالی د امر سر غړونه ده، ښه مثال یې داغه عکس دی.

۴_ ددې نجونو تګ بغیر د نامحرمو کسانو سوی دی حال دا چي ښځه بغیر د محرم کس څخه سفر کوي الله تعالی لعنت پر وایي، ښه مثال یې داغه عکس دی.

۵_ په دې سیالیو کي ښځي د پردیو لپاره سنګار، خوشبویي، کوي دا سخت حرام دی او د خوشبویي لګولو لکبله جهنم ته به ځي او عکسونه زیات اخیستل کیږي ښه مثال یې داغه عکس دی.

دنیاوي ګټه یې صرف داده چي دوی ربوټ جوړ کړی او سیالیو ته یې وړاندي کوي په مقابل کي د ډونالډ ټرمپ یا مسئولو ادارو لخوا ورته بدله یا جایزه یا یو نوم افغانانو ته ور کول کیږي، خو بیا هم هیڅ ناممکنه نه ده چي جنسي زوروني ورته ونه رسیږي ځکه د ډونالډ ټرمپ د لور ایوانکا ټرمپ څخه قیاس وکړئ چي خپله لور سره یې جنسي تیری ونه کړ؟؛ خو دا ټول تر اسلام پوري فالتو او ناقص دي، د الله تعالی لخوا پر دوی لعنت او غضب دی.

تاسو اسلام سم مطالعه کړئ، سیرت ولولئ.

علامه شیبلي نعماني رحمه الله وایي :

چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د پیغلو نجونو څخه هم زیات حیاءناک وو .
ماخذ : نبوي اخلاق/بــ صحیح احادیث

سید سلمان ندوي رحمه الله وایي :

چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو ستري پیغلې انجلۍ څخه ډیر حیاء ناک وو، د چا سترګو ته یې د شرم او حیاء څخه نه کتل او چي کله به تکلیف پر راغی بیا به یې هم د حیاء څخه څه نه ویل. په ټوله کي ویل سوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د اخلاقو یوه نمونه وه.

ماخذ : سیرة النبي/بــ اخلاق نبوي
*وماعلینا الاالبلغ المبین*

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x