افغانستان

زابل: طالبانو دوه پوستې نيولي- ۱۶ پوليس وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۸ چنګاښ، ۱۳۹۶): وسله والو طالبانو د زابل ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو په پوستو بريدونه کړي، چې په پايله کې يې دوه پوستې د طالبانو لاس ته لوېدلي او د ګڼو عسکرو د مرګ ژوبلې راپورونه ورکول شوي دي.

يوې امنيتي سرچينې پژواک اژانس ته د طالبانو له خوا د دوو پوستو سقوط منلي او ويلي يې دي چې په دغه بريد کې پنځه پوليس او د اردو يو سرتېری وژل شوی، دغه راز پنځه عسکر نور ټپيان دي.

سرچينې ويلي، چې په دغه بريد کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو په اړه يې معلومات نه لري.

بل پلو وسله والو طالبانو د دغه بريد مسئوليت په غاړه اخيستی او نن ټکی اسيا ته يې په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د يادې ولسوالۍ مربوط د سه کيچې په سيمه کې يې د شنو ټاټو په نامه دوه پوستې نيولي او پکې ۱۶ تنه عسکر وژل شوي، چې د لسو تنو جسدونه يې لا هم په پوستو کې پراته دي.

دغه راز طالبانو ويلي، چې په ياد بريد کې يې دوه ټانګونه سوځولي او لسګونه عسکر ټپيان شوي هم دي.

په خبرپاڼه کې طالبانو د شپاړلس ميله وسلې سربيره د ګڼو پوځي توکو او نظامي وسايلو د نيولو ادعا هم کړې ده.

تر اوسه په رسمي ډول دولتي سرچينو د يادو پوستو د نيولو او دوی ته د ور اوښتې مرګ ژوبله په اړه څه نه دي ويلي.

خو طالبانو خپل لور ته د دوه وسله والو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x