افغانستان

د کونړ غميزه، د یوه ناورين لومړۍ کړۍ – ذاکر جلالي

د کونړ پېښه له شک پرته د خطر زنګ دی. پر یو ځل د یوویشتو انسانانو وژنه یا تر دې هم د زیاتو، ځکه طالبان د ډېرو تلفاتو ادعا کوي او همداراز د طالبانو په صف کې هم د تلفاتو خبر ورکړل شوی، چې که دا رسنیزې شمېرې کره ونيسو، نو ټولټال درويشت تنه تلفات لرو. دا درويشت کسه، هر یو کور لري، مور و پلار به لري، خپل خپلوان به لري.. چې ګرد د غم او ویر په ټغر ناست دي. نه یوازې د دوی خپلوان، بلکې هر افغان یې وکړاوه. مګر دلته یوه خبره پاموړ ده، چې که سیاستونه او څرګندونې سمې نه شي دا پېښه نه لومړۍ ده او نه به هم وروستۍ شي.

د دې جګړې تر ټولو مظلوم قربانیان هغه دي، چې د غلطو سیاستونو په نتیجه کې يې خپل ژوند له لاسه ورکړی. که په روان ناورین کې د هغو سیاستوالو د کورنۍ غړي وای، چې تل د جګړې سرينده غږوي، دوی به کله هم دا دریځ نه وای خپل کړی.

د هر طالب او د ملي اردو د هر سرتېري په وژنه اوښکې تویو. دا انساني عواطف دي. رحم دی، انسانپالنه ده، مګر سیاست کې عاطفه او مینه ځای نه لري. دلته سیاستونه، طرحې او موقفونه دي چې لومړۍ خبره کوي. غلط سیاست دغسې غلطو پایلو سره مل راځي. سیاست کې ډېر لږ داسې راځي چې سیاستوال دې د خپلې غلطې طرحې ترخه پایله په خپله وڅکي. که په جګړو کې د سیاستوالو خپل یا يې د خپلوانو ژوند ګواښل کېدای، دوی به کله هم جګړې ته زړه نه و ښه کړی. دا انقلابیان یا ازادي‌غوښتونکي دي، چې د خپل هدف لپاره ان خپل ژوند په ډېر ویاړ سره قربانوي. دلته باید یادونه وکړم، چې تر کومه چې ما ته معلومه ده، په نړۍ کې، د جګړو په تاریخ کې لومړی مسلمان مبارزین دي، چې د خپل هدف لپاره د ځان قربانۍ ته نه یوازې تیار دي، بلکې پر ویاړي او دویم ځینې کمونيسټ ليډران هم داسې شته، چې د خپلې ایډیالوژۍ لپاره قربانۍ ته تیار وو. په نوره نړۍ کې په تېره بیا واکمن نړیوال سیاست کې قرباني یوازې د هغو لپاره ده، چې د ځان غوښتونکو او ګټه‌پالو سیاستوالو د شخصي او ډله‌ییزو ګتو لپاره ترې د سون موادو کار اخيستل کېږي.

په افغانستان له دوولسو کلونو راهيسې جګړه روانه ده. امریکایان، چې د دې جګړې اصلي سرچینه دي او دا جګړه هم د همدوی د ګټو ده، اوس پر دې معترف دي، چې جګړه نوره کار نه ورکوي، باید خبرې وشي او د خبرو اترو له لارې دا مسئله حل شي. طالبانو هم د سولې په تړاو شين څراغ ښکاره کړ، د قطر پلازمېنې ته یې خپل استازي ولېږل، څو خبرې پیل شي. دا واقعاً په افغان سیاست کې یو کم‌ساری ګام و، چې په ملي کچه یې د سولې په تړاو هيلې راوټوکولې، مګر دا غلطي د ولسمشر کرزي وه، چې مخالفتونه یې شروع کړل او تر هغې چې دفتر وتړول شو، ارام کېنناست. اصلاً په افغانستان کې هغوی په جګړې ټینګار کوي، چې شخصي او ډله‌ييزې ګټې په همدې هرج و مرج او ګډوډۍ کې خوندي دي.

مذاکرات له دوست سره نه کېږي!

په افغانستان کې یو غلط منطق دا روان دی، چې له مخالف لوري سره ان د خبرو اترو مخالفت کېږي. دا ډېره هيښوونکې ده، چې ولې یو څوک هغه هم سیاسي لیډر د یوه هېواد له یوه مطرح سیاسي بهیر سره د خبرو اترو تر بریده هم مخالفت وکړي. مذاکرات یا خبرې اترې خو کېږي له هغه اړخ سره چې مشکل ورسره وي، که په افغانستان کې حالت عادي وي، جګړه نه وي، سوله تامین وي، نو چا به د مذاکراتو غږ پورته کاوه؟ دلته خو جګړه روانه ده، د کونړ د پېښې په څېر هره ورځ دغسې پېښې کېږي، چې ډېری قربانيان یې د رسنيو له کامرو لرې بې‌مزاره شهیدان دي. هغوی هم د دې وطن بچیان دي او پر دې وطن د کابل مېشتو سیاسي‌ تجارانو په پرتله څو برابره ډېر مين دي او درګرده ځانونه ورته قربانوي. د افغان حکومت ترڅنګ په دې جګړه کې ستر ملاتړی هېواد د امريکا ده. اوس دوی هم پر خبرو اترو ټینګار کوي. که دوی له طالبانو سره موافقې ته ورسېږي، نور نو بیا د جګړه‌غوښتونکو سیاستوالو او ډلو دریځونه له هېڅ سره برابرېږي؛ ځکه د امریکا شتون د دې جګړې د غځېدا اصلي لامل دی.

د سولې په نامه ولس‌غولونه

ولس د سولې هغه تږي په څېر دی، چې هر سراب ته د اوبو په هيله منډه اخلي. واکمنو رسنيو هم د ولس پر دې اړتيا وزلوبه پیل کړې. د سولې شورا چې له څلورو کلونو راهيسې لا هم بې‌مضمونه پاتې ده، په یو لړ ننداره‌ییزو منډو لاس پورې کړی. کله سعودي، کله ترکيه،کله پاکستان او اوس دا دی دوبۍ ته یې منډې پیل کړي، چې د سولې(!) خبرې وکړي. د کونړ غميزه د سولې شورا ښه لاسته‌راوړنه(!) ده. که تاسو رښتیا هم له طالبانو سره خبرې پیل کړې وې، نو بیا دا پېښه ولې؟! ښايي د سولې شورا ویاند دې پوښتنې ته ځواب ووايي، چې که دوی رښتیا هم د زړه له کومې د سولې هڅې کولې او د سولې خبرې يې په دوبۍ کې پیل کړې وې، نو بیا دا پېښه ولې وشوه؟ هغه د دوبۍ بهیر طالبان(!) ولې هم مذاکرات کوي او هم جګړه؟! تاسې ولې دا پوښتنه ورسره نه مطرح کوئ؟! دا پوښتنه بې‌ځوابه ده، ځکه هغه د سولې شورا لپاره د ښاغلي متوکل په خبره یو ښه مصروفیت و بس.

د غميزو لړۍ، لومړۍ کړۍ

د ناټو له عزایمو او نیتونو په پام کې نیولو سره به افغان غميزه له ۲۰۱۴م کال وروسته ځان ته بله بڼه غوره کړي. د جګړې افغانیزه “Afghaniz” کول به د افغان-افغان جګړه لاپسې زوروره کړي. ناټو وايي له ۲۰۱۴م کاله وروسته به د دوی ماموریت په درېوو برخو کې وي: همکاري، مشاورت او روزنه. د ناټو محاربوي ماموریت د روان کال تر پایه پای ته رسېږي. که د کابل مېشتو سیاستوالو غلط سیاستونه همداسې دوام ولري، دا غميزه به لا لويېږي او پراخېږي. زه بیا هم خپلې لومړۍ خبرې ته ورځم، که د کونړ په جګړه کې د کوم سیاستوال زوی وای، دوی به کابل هم طالبانو ته سپارلی وای او د خپل زوی د نجات هڅې به یې کړې وې، مګر دوی ډاډه دي، دوی نه خپله وژل کېږي او نه یې هم زامن یا د کورنۍ نور غړي، که داسې کېدای دوی ته به سوله تر بل هر انتخابه مقدمه وای. له دې پېښې یوازې همدا درس اخيستل کېدای شي، چې جګړه د حل لار نه ده، هوښیار او وړ سیاستوال ان په بحراني حالاتو کې د تصمیم نیونې ځواک له لاسه نه ورکوي. د دوی منطقي دریځ او عاقلانه پرېکړې کولای شي، چې د دغسې وینه‌تویونو مخنيوی وکړي. کنه د جګړې اور د هرې ورځې په تېرېدو سره ژبغړاندی کېږي او پراخېږي، چې ان کېدای شي هغوی هم د جګړې بړبوکۍ له ځان سره پورته کړي، چې فکر کوي د ملي اردو د سرتېرو په پرتله ډېر خوندي او له هر ګواښه لرې ارام ژوند کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x