افغانستان

واشنګټن پوسټ: افغان عسکر د جنسي غریزې لپاره هلکان کاروي او امریکایان نور څه کوي

انوج چوپړا
ټویټر: AnujChopra

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۸ چنګاښ، ۱۳۹۶): د امریکا څخه خپرېدونکې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په افغانستان کې د دولتي ځواکونو له لوري د هلکانو جنسي زورونې او استخدام په اړه په یوه راپور کې ویلي امریکا نه باید پر هغو ځواکونو ډالر مصرف کړي چې هلکان کوي.

د فرانس پریس اژانس خبریال انوج چوپړا چې تازه یې په افغانستان کې دنده پای ته رسېدلې، په خپله لیکنه کې ویلي، ددې لپاره چې امریکا د افغانستان جګړه وګټي، په کار نه ده چې خپل انسانیت وبایلي او داسي خلکو سره کومک وکړي چې هغوی هره ورځ د انسانیت کرامت تر پښو لاندي کوي او ماشوم هلکان د خپل جنسي غریزې لپاره د غلامانو په توګه کاروي.

نوموړي په خپل اوږده لیکنه کې د روزګان ولایت د یو شمېر قومندانانو ځانګړې یادونه کړې چې په ښایسته هلکانو فخر کوي او دولت ورته هیڅ نه شي ویلای، ځکه چې په وینا یې دولت وېره لري چې هغوی به له امنیتي لیکو څخه ووځي.

انوج زیاتوي چې ما د خپل دندې پر مهال د امنیتي ځواکونو له لوري د هلکانو د استخدام په اړه راپور خپور کړی وو چې بیا ولسمشر اشرف غني يې په اړه سخت غبرګون وښود او وې ویل چې په هیڅ توګه به له دې وروسته په امنیتي لیکو کې داسي قومندانان پرې نه ږدي، چې په ورته اعمالو کې لاس لري، خو زیاتوي چې بیا هم هیڅ پرمختګ نه دی شوی.

لیکوال د روزګان په مرکز ترینکوټ کې د محلي پولیسو د یوه قومندان یادونه کړې چې دی یې مېلمه کړ او بیا یې هلک ور ښکاره او وې ویل: زما ښایسته هلک وګوره.

نوموړی وایی هلک مونږ ته چايي را واچولې او له ورایه باندي مظلومیت ښکارېده. او زیاتوي: دغه قومندان د سلګونو نورو قومندانو په څېر د طالبانو پر ضد د امریکا اتحادي دی، د امریکایانو سره څنګ پر څنګ جنګیږي او د امریکا د ټیکس ورکوونکو په پیسو ساتل کیږي، دوی ماشومان اختطافوي او بیا یې د رقص او جنسي غریزې لپاره کاروي.

انوج کاږي چې امریکا اوس یو ځل بیا افغانستان ته اضافي عسکر لیږي او اوس به یو ځل بیا ددغه قومندانانو اړتیا ورته زیاته شي او یو ځل به بیا د هغوی پر جرمونو سترګې پټې کړي. او زیاتوي چې هیڅ قومندان تر اوسه د بچه بازي په تور نه دی محکمه شوی ځکه چې د سزا وېره نه لري، قومندانان په ښکاره هلکان ساتې او یو د بل په مخ کې باندی فخر کوي، بلکې کله کله په خپل منځو کې باندي جګړه هم کوي.

نوموړی کاږي چې امنیت پر ځای اندېښنه ده خو دداسي قومندانانو په وړاندي د امریکایانو چوپه خوله پاتې کېدل د حقوق بشر په برخه کې یوه لویه ناکامي ده چې امریکا باید ورسره په کلکه مبارزه وکړي او په ورته اعمالو کې ښکېل قومندانان په سزا ورسوي.

ځکه چې د افغانستان د جګړې ګټلو لپاره امریکا نه باید د انسانیت سودا وکړي.

د امریکا یوه پخواني عسکر چې په پکتیکا ولایت کې یې دنده تر سره کړې، په خپله تبصره کې ویلي چې مونږ د جمعې شپې د هلکانو سره د مینې شپې بللې، ځکه چې په دغه شپه به هلکانو لاسونه سره کړې وه او د ولایت مقام ته به روان وه، خو مونږ به ورته په ډېره کرکجنه توګه کتل خو ورته ویل مو هیڅ هم نه . ځکه چې راته اجازه نه وه.

سرچینه: واشنګټن پوسټ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دیره جالبه قصه

دیره جالبه قصه بیشک په دی رشتیا

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x