
په ننګرهار کې زلزله وشوه
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۸ چنګاښ، ۱۳۹۶): نن د افغانستان په وخت دوه نیمې بجې شاوخوا په ننګرهار ولایت کې سخته زلزله وشوه چې له امله یې ټوله شاوخوا سیمې تکانونه وخوړل.
د امریکا د زلزلو د څار اداره وايي چې د زلزلې مرکز د جلال اباد ښار په جنوب غرب کې د خوږیاڼو ولسوالۍ په غرونو کې وو او عمق یې ۴۱ کیلو متره په ځمکه کې دننه ښودلی دی. چې د ریختر په مقیاس یې قوت ۴.۲ وو.
تر اوسه د زلزلې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي خو په جلال اباد ښار او لغمان ولایت کې هم خلکو حس کړې ده.
د زلزلې مرکز: