افغانستان

شهزاده شاهد له دندې ګوښه کړای شو

نن ټکی آسیا: د سولې عالي شورا په خبرپاڼه کې د خپل ویاند مولوي شهزاده شاهد د ګوښه کېدا خبر ورکړ.
په اعلامیه کې راغلي، چې نوموړی نور د سولې عالي شورا ویاند نه دی.

د سولې عالي دارلانشاء په خپره کړې خبرپاڼه کې د خپل ویاند د ګوښه کېدا لامل نه دی په ډاګه کړی، خو ظاهراً  داسې بریښي چې له دندې څخه د ښاغلي شاهد د شړلو لامل د نوموړې هغه څرګندونې وې،  چې څه موده وړاندې يې د سولې د ملاتړ په یوه کانفرانس کې، په افغانستان کې د جګړې د اوږدېدا او روانې غمیزې بنسټیز عامل امریکا یاد کړی او ترڅنګ یې د القاعده نړیوالې جهادي شبکې مشر شیخ اسامه بن لادن ته د شهید خطاب و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x