هندوستان د مسلمان دعوت ګر ذاکر نایک پاسپورټ لغوه کړ

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۸ چنګاښ، ۱۳۹۶): د هندوستان محکمې د مشهور اسلامي دعوت ګر ذاکر نایک پاسپورټ لغوه کړ.

د ټایمز اف انډیا د راپور سره سم د هندوستان حکومت پر ذاکر نایک تور لګولی چې نوموړی د قانون څخه تښتېدلی دی ځکه یې باید پاسپورټ لغوه شي.

پر ذاکر نایک باندي د هندوستان حکومت تور پوري کړی چې د نوموړي د تقریرونو څخه ځوانان متاثره شوي او سخت دریځۍ ته یې مخه کړې ځکه نو باید نوموړی محکمې ته حاضر شي، خو ذاکر نایک له تېر یوه کال راهیسي بیا هندوستان ته نه دی ګرځېدلی او پر ځان لګېدلي تورونه بې بنسټه بولي.

د هندوستان حکومت ددې تر مخه د ذاکر نایک هغه مکتبونه ضبط کړي وه چې نوموړي یې بنیاد ایښي وو او په هندوستان کې د مکتبونو یو کامیابه بنسټ بلل کیده.

ذاکر نایک په هندوستان کې خیریه کارونو لپاره هم بنسټ درلود چې د هند سخت دریځي حکومت د پیسو مینځلو په تور د نوموړي څخه ضبط کړي دي.

ذاکر نایک په خپل فصاحت او پر باطلو عقایدو باندي په استدلال شهرت لري، د نوموړي څخه په زرګونو خلک متاثره شوي او باطلې عقیدې یې متزلزلې شوي دي چې له امله یې که څه هم نوموړی جهاد او وسلوال مقاومت ته بلنه نه ورکوي، خو شرق او غرب یې ټول د ځان دښمنان کړي دي.

ټاکل شوې چې دوه ورځې وروسته ډاکټر ذاکر نایک په مالیزیا کې یوې غونډې ته وینا وکړي، خو مالومه نه ده چې نوموړی به اوس مالیزیا ته څرنګه سفر کوي ځکه چې د هندوستان سخت دریځ حکومت یې پاسپورټ له مخکې لا لغوه کړی دی.

باید وویل شي چې په هندوستان کې د لومړي وزیر نریندرا مودي له لوري د انتخاباتو ګټلو وروسته په دغه هیواد کې د مسلمانانو په وړاندي تاوتریخوال زیات شوی چې له امله یې په دې وروستیو کې د حقوقي ډلو له لوري هم پر هندوستان نیوکې شوي او خپله د هندوستان خلکو د مسلمانانو سره پر تبعیضي چلند د حکومت پر ضد لاریونونو او پر ټولنیزو پاڼو پراخ کمپاینونو کې برخه اخیستې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د