افغانستان

جنرال دوستم به په یوه اونۍ کې هیواد ته را وګرځي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۸ چنګاښ، ۱۳۹۶): د جنرال دوستم د ګوند ویاند بشیر احمد ته ینج رسنیو ته ویلي چې دوستم اوس مهال په ترکیه کې دی او په یوه اونۍ کې دننه به له ترکیې څخه بیرته هیواد ته را وګرځي.

که څه هم د جنرال دوستم دفتر یې انکار کوي، خو مختلفو سرچینو هغه خبرونه تایید کړي چې د لومړي مرستیال جنرال دوستم الوتکې ته جرمني ځواکونو اجازه نه وه ورکړې تر څو په مزارشریف کې ناسته وکړي.

د مزارشریف د هوايي ډګر چارې د ناټو تر قوماندې لاندي د جرمني ځواکونه پر مخ وړي، خو د ناټو ویاند ویلي وه چې د ولسمشر د لومړي مرستیال د الوتکې د کښته کېدو په اړه ددوی څخه اجازه غوښتل شوې وه، او زیاته کړې وه چې مونږ نه غواړو د افغانستان په کورني سیاست کې مداخله وکړو.

د کتونکو په باور هیواد ته د جنرال دوستم را ګرځېدل او راه نجات په نامه د جنرال عطا او محمد محقق سره ایتلاف اعلانول د حکومت لپاره ستر چلینج دی چې حکومت یې په هره ممکنه لاره د مخنیوی هڅه کوي.

تېره اونۍ د افغانستان د لويي څارنوالي دفتر اعلان وکړ چې د جنرال دوستم دوسیه یې سترې محکمې ته وسپارله خو د دوستم دفتر او ایتلافیانو یې دغه محکمه سیاسي وبلله.

د یادونې وړ ده چې یو شمېر افغان چارواکو او د پارلمان غړو د جنرال دوستم په دوسیه کې د امریکا او اروپايي ټولنې د سفیرانو څرګندونې د افغانستان د استقلال خلاف بللې وې او د هغوی څخه یې غوښتنه کړې وه چې نه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.

دواړو سفیرانو د جنرال دوستم د نوي ایتلاف جوړېدو وروسته د محکمې څخه غوښتنه کړې وه چې د نوموړي پر ضد دې محکمه په عادله توګه ژر تر ژره وکړي او د قانون سره سم دي دوستم مجازات کړي.

پر لومړي مرستیال جنرال دوستم تور دی چې اوزبک قومي مشر احمد ایشچي یې غیر قانوني بندي کړی، په بند کې يې شکنجه کړی او جنسي تیری یې باندي کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x