
روزګان : ترینکوټ ښار درنې چاودنې ولړزاوه
نن ټکی آسیا: همدا شېبه مو له روزګان ولایت څخه خبر تر لاسه کړ، چې څو شیبې وړاندې په مرکز ترینکوټ ښار کې یوه زوروره چاودنه رامنځته شوه.
ویل کېږي، چې دا چاودنه د یوې هوټل سره نیږې شوې ده.
چارواکي وايي ،چې په دې خونړۍ پېښه کې ۷ تنه عام خلک وژل شوي او شاوخوا ۳۷ نور ژوبل دي.
له پېښي څو شیبې وروسته د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش او د روزګان امنیه قوماندان مطیع الله چاودنه تائید کړه او د پېښي پړه یې د چا پر غاړه ور وانه چوله.
د یادونې وړ ده، چې تر دې مهاله د یادې چاودنې مسؤلیت هېچا پر غاړه نه دی اخیستی.