افغانستان

د زنبق څلور لاری د سالم ایزدیار په نامه ونومول شو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۸ چنګاښ، ۱۳۹۶): په کابل کې د زنبق څلور لاری د سالم ایزدیار په نامه ونومول شو.
سالم ایزدیار چې د مشرانو جرګې د د محمد عالم ایزدیار زوی وو، پر یاد څلور لارې وروسته تر هغه ووژل شو کله چې يې د ګډحکومت پر ضد په لاریون کې ګډون وکړ او په کابل ښار کې يې د بې امنیتیو پر سر د امنیتي مسؤولینو د لیرې کېدو غوښتنه وکړه.

سالم ایزدیار

دنوموړي تر څنګ اته کسان نور هغه وخت ووژل شول کله چې سوله ییزه لاریون په تاوتریخوالي بدل شو او د کابل ګارنیزون ځواکونو پر لاریون کوونکو مخامخ ډزې وکړې، په پېښه کې په لسګونو نور ټپیان هم شول.

باید وویل شي چې زنبق څلور لاری د کابل په دیپلوماتیکه سیمه کې موقعیت لري، د لاریون تر مخه په دغه سیمه کې د کثافاتو په یوه موټر باندي د چاودنې له امله شاوخوا ۱۵۰ تنه ووژل شول او په سلګونو نور ټپيان شول چې اکثره یې ملکي وګړي وه.

د همدې مرګ ژوبلې د غندنې په موخه یو شمېر مدني فعالانو پر زنبق څلورلارې لاریون وکړ چې د دولتي ځواکونو د سخت غبرګون سره مخ شو.

باید وویل شي چې وروسته د سالم ایزدیار په جنازه کې هم ۳ پرلپسې چاودنې وشوې چې له امله یې تر شل زیات کسان هلته هم ووژل شول او په لسګونو نور ټپيان شول. په جنازه کې د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله او بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني په ګډون جګپوړو چارواکو او د پارلمان غړو ګډون کړی وو.

باید وویل شي چې وروسته ګډحکومت د اعتراض کوونکو هغه خیمې هم په زوره له سړکونو لیري کړې چې لاریون کوونکو د ښار په مختلفو ساحو کې د احتجاج په توګه درولې ، چې په هغه کې هم یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله ورسیده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x