افغانستان

طالبان وایی نن یې هم په بغلان کې پرمختګ کړی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۸ چنګاښ، ۱۳۹۶): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکي اسیا ته په رالیږلي خبرپاڼه کې ویلي چې نن د چهارشنبې ورځې له سهار راهیسې تر ماښامه پوري يې د بغلان ولایت په څو برخو کې د دولتي ځواکونو پر ضد عملیات کړي او په ځینو برخو کې يې پرمختګ کړی دی.

نوموړي وویل چې د نن ورځې په جګړو کې طالبانو پنځه پوستې ونیولې او خپل مخالف اړخ ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې.

ذبیح الله مجاهد ویلي چې د پلخمري ولسوالۍ د شهاب الدین په سیمه کې يې د محمد خان په نامه قومندان د خپلو ۱۳ تنو اربکیانو په ګډون ټپي کړ او همداراز یې د مرکزي بغلان د شهر جدید پر پاتې برخه، امنیه قومندانۍ او دفاعي پوستو بریدونه وکړه چې په ترڅ کې یې د مرکزي بغلان اړوند د سرک پنج، شش، هفت، هشت او نو ټولې پوستې ونیول شوې.

نوموړي په دغه جګړو کې په لسګونو دولتي عسکرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې، او ویلي چې په خورا لویه کچه یې درنه او سپکه وسله غنیمت کړې ده.

باید وویل شي چې په شمالي ولایتونو بغلان او کندز کې په دې وروستیو کې یو ځل بیا جګړې توندي شوي دي چې له امله یې دولتي ځواکونو او طالبانو تر څنګ ملکي وګړو ته درنې مرګ ژوبلې اوښتې او د مالي تاوانونو تر څنګ ډیری ملکي وګړي خپلو سیمو پرېښودو ته مجبور شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x