ټولنیزه برخه

ما او تا به ژوند په شريعت کې تيروو

وینا : مولوي عبدالرحمن صمیم
ليکوونکی : احمدجنید مبارز

یو کس عالمه ښځه په نکاح کړې وه، عالمي ښځي خپل خاوند ته په لومړۍ شپه وویل چي ماوتا به د شریعت مطابق ژوند تېره ؤ، خاوند ورته وویل چي دا خو ډېره ښه خبره ده چي د شریعت مطابق ژوند وي او زما داغه غوښتنه هم ده.

یو څه وخت بعد دا ښځي خپل خاوند ته وویل چي ماوتا په لومړۍ شپه دا وعده کړې وه چي د شریعت مطابق به ژوند تېره ؤ، نو شریعت دا وایي چي ته خپلي ښځي ته جلا کور ور جوړ کړه، جلا خونه ور جوړه کړه، جلا ځای ور جوړ کړه، شریعت دا نه وایي چي ته د خاوند د مور و پلار خدمت وکړه، شریعت پر ما دا خدمت نه دی لازم کړی، نو زه ستا د مور و پلار خدمت نسم کولای ماته به جلا ځای را جوړوې !

خاوند یې پرېشانه سو چي اوس به څه کوم؟!

خو مفتي ته ورغی، مفتي ته یې وویل چي ما خو د ښځي سره دا وعده کړې وه چي د شریعت مطابق به ژوند تېره ؤ، اوس دا ښځه مي راته وایي ماته به جلا ځای را جوړوې زه ستا د مور پلار سره ژوند نسم تېرولای ددوی خدمت نسم کولای، اوس زه څه وکړم؟!

مفتي وویل چي تا وعده ور سره کړې ده دا خوصحي ده بس ځای ور جلا کړه او شریعت هم داغه وایي.

دا کس مفتي ته وویل چي زه ستا څه مسئله نه پوښتم بلکه ماته مشوره را کړه، زه څه وکړم، ښځه زما څه شریعت غواړي؟!
مفتي ویل ښه ! مشوره غواړې؛ نو ورسه ښځي ته دي ووایه چي په شریعت کي الله جل جلاله ماته د څلورو ښځو سره د نکاح امر کړی دی، نو ماوتا خو په شریعت سره ژوند کوو، نو زه به تاته جلا کور در جوړ کړم جلا ځای به در جوړ کړم او زه به د خپل مور و پلار د خدمت لپاره دوهم واده وکړم، هغه به زما د مور و پلار خدمت کوي .

کله چي خاوند کور ته راغی، خپلي میرمني ته یې وویل چي بلکل ماوتا خو وعده کړې ده چي په شریعت کي به ژوند کوو، شریعت ماته د څلورو نکاحو اجازت را کړی دی، نو زه تاته جلا کور در جوړ وم جلا ځای در جوړ وم، او ددې کوره دي باسم، لاکن د خپل مور و پلار د خدمت لپاره دوهم واده کوم، هغه به زما د مور و پلار خدمت کوي.

ښځي چي دا خبره واورېدل، نو یې د خاوند لپاره ددوهم واده برداشت ونه کړ، نو یې ورته وویل : قربان دي سم زما ژونده! بس ستا د مور و پلار خدمت زه کوم، خو دوهم واده مه کوه.

نو محترمه مږور دي د خواښي او خسر خدمت پر ځان نه بوجوي، بلکه د ځان لپاره دې سعادت وګڼي، په خوشحالي سره دي د هغه خدمت کوي، تر څو محبت مو یو تر بل په زړو کي سره راسي. مننه

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

دهندستان یواسلامی عالم دسعود مایانوته یوخط لیکلی ووځنی غوښتی یی وو چه دالله وبیریږۍ دیهودواونصاراووملکری پریږدۍ مادغه تفصره پر ولیکله:فَمَنْ زُيِّنَ لَهُ سُوءُ عَمَلِهِ فَرَآهُ حَسَنًا ۖ فَإِنَّ اللَّهَ يُضِلُّ مَنْ يَشَاءُ وَيَهْدِي مَنْ يَشَاءُ ۖ فَلَا تَذْهَبْ نَفْسُكَ عَلَيْهِمْ حَسَرَاتٍ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِمَا يَصْنَعُونَ.سوره فاطر آیات ۸.معنی:پس آیاهغه کس چه ښایسته کړل سوه ده ته خراب عمل دده پس ده ولیدل هغه ښه نوبیشکه الله ګمراه کوی هغه څوک چه دۍ وغواړی اولاره ښیی چاته چه دۍ وغواړی پس لاړدی نسی ستاځان په دوی باندی له افسوس نه بیشکه الله پوه دۍ په هغه څه چه دوی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close