نظــر

له عربي نړۍ څخه د مسلمانانو هیله او نا امیدي

عزام حقاني 

عربي نړۍ د ځانګړتیاوو ، موقیعت او د خپل سیاسي اهمیت په اساس د اسلامي بلنې د مسؤلیتونو د منلو حقداره ده ، هغوي دا کولی شي چې د اسلامي نړۍ د مشرتابه بیړۍ روانه کړي او د مکمل تیاري وروسته له اروپا سره سترګې ولګوي او د خپل ایماني بلنې په طاقت او د خدای جل جلاله په مرسته پر هغوی غالب شي او نړۍ له شرڅخه د امن په لور، له تباهۍ او بربادۍ څخه د امن او سلامتیا په لور راولي .

بشري نړۍ مسلمانانو ته د خپل نجات ورکوونکي په حیث ګوري او اسلامي نړۍ عربو ته د خپل لیډر او لارښود په نظر ګوري ،

آیا اسلامي نړۍ د انسانانو هیلي ترسره کولی شي ؟ هو کولی شي په دي شرط چې په الهي او نبوي لارښوونو عمل وکړي ، او په هغه لار روان شي په کومو چې مخکیني مسلمانانو مزل کاوه.

او آیا عربي نړۍ د مسلمانانو د پوښتني ځواب ویلی شي ؟ زما په آند هرګز یې نه شي ویلی ځکه چې قرآن په عربي ژبه نازل شوي نو دوئ تر عجمو په قرآن ښه پوهیږي ، پیغمبر صلی الله علیه وسلم عربي وو حرمین هلته دي او څو پیړۍ یې مسلمانانو د کښتۍ کفتاني کړي ده او هم د رسول الله ددي قول په اساس الآئمة من قریش نو ددي ټولو باوجود ددي پرځای چي دا بې سالاره قافله د منزل په لور روانه کړي ، دوئ نوره هم د ګرداب لوري ته ټیل وهله او نوره یې هم ټیله کوي .

متأسفانه عربان نن ورځ په عیش او عشرت کې مبتلاء او په دنیاوي لذتونو او خوندونو کې تر غاړي ډوب دي ، او هغه لوی ورسپارل شوی مسؤلیت یې له یاده ویستلی ، اسلام او مسلمانانو ته هغه مواجه خطراتو ته یې شا وروګرځوله او له کفارو سره یوځای د مسلمانانو په بې عزته کولو او وژلو لګیادي.

له مودو راهیسې مظلوم انسانیت او تباه شوې نړۍ په دردناکو الفاظو کې مسلمانانو ته فریاد کوی ، د هغوی اوس هم دا یقین دی چې کومو پاکو او مخلصو لاسونو د کعبې آبادي کړي وه هماغه د نړۍ د بیا آبادولو کار سرته رسولی شي.

د یوه سوچه اسلامي نظام په هیله!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد نعیم سادات

د عربی نړی یا د عربو په ضد د نورو مسلمانانو راپارول هغه پروژه ده چی د غرب لخوا د ایرانی صفویت په واسطه د څو سلونو کلونو لپاره پرمخ وړل کیږی . دا پروژه د مسلمانانو په منځکی د نقاق اچولو او په مسلمانانو کښی تر ټولو د لوی قوم یعنی د عربو د ضعیفولو لپاره عملی کیږی . ورته عمل په افغانستان کی هم روان دی کله چی د غرب لخوا د پښتنو چی په افغانستان کی تر ټولو لوی قوم دی په مقابل کی ټول واړه قومونه راپارول کیږی او له هغوی څخه د پښتنو د ضعیفولو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x