دیني، سیرت او تاریخ

ولي په قرآنکریم کي د واورې نوم نه دی راغلی؟

د ملحدینو د سوال ځواب

سوال: ولي په قرآنکریم کي د واورې (ثلج) ذکر نه دی سوی؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
۱:په قرآنکریم کي راغلی دی خو تاسي ړانده ، کاڼه او ګونګیان یاست او نه پوهیږي، په قرآنکریم کي راځي:

أَلَمۡ تَرَ أَنَّ ٱللَّهَ يُزۡجِي سَحَابٗا ثُمَّ يُؤَلِّفُ بَيۡنَهُۥ ثُمَّ يَجۡعَلُهُۥ رُكَامٗا فَتَرَى ٱلۡوَدۡقَ يَخۡرُجُ مِنۡ خِلَٰلِهِۦ وَيُنَزِّلُ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مِن جِبَالٖ فِيهَا مِنۢ بَرَدٖ فَيُصِيبُ بِهِۦ مَن يَشَآءُ وَيَصۡرِفُهُۥ عَن مَّن يَشَآءُۖ يَكَادُ سَنَا بَرۡقِهِۦ يَذۡهَبُ بِٱلۡأَبۡصَٰرِ ٤٣ (سورت النور: ۴۳)

ژباړه: ایا ته نه وینې چي الله وریځ ورو ورو خوځوي بیا دهغې ټوټې سره یو ځای کوي، بیا دهغې په راغوڼدولو سره یوه درنده وریځ تشکیلوي بیا ته وینې چي دهغې له پوښ څخه د باران څاڅکي را څڅیږي، او هغه له اسمانه د هغو غرونو(د غرونو په څېر ویځو) څخه چي په هغه کښې هسک ولاړ دي برد (منجمد باران یعني ږلي، واوره) ووروي، نو چاته یې چي خوښه سي له هغې سره زیان اړوي او چاته یې چي خوښه شي له هغې څخه یې ژغوري، دهغې بریښنا سترګې بریښوي.
په دغه مبارک ایات کي و باران څخه ماسوا (برد) توری راغلی دی، چي هم ږلی او هم واوره ورڅخه مراد ده.

۲: قرآنکریم د ساینس کتاب نه دی، بلکې قرآنکریم د بشریت د تعمیر کتاب دی، د ژوند بشپړ تګلاره او قانون دی، خو بیا هم په قرآنکریم کي تر ۷۰۰ زیات مبارک ایاتونه د ساینس په هکله راغلی دي.

۳: په قرآنکریم کي د اوبو بیان راغلی دی، چي له اسمانه اوبه اوري، واوره یې هم یو شکل دی.

۴: که صراحتاً په قرآنکریم کي د واورې نوم نه دی راغلی په مبارکو احادیثو کي خو راغلی دی لکه:

عن ابی هریرة رضی الله عنه قال: کان رسول الله صلی الله علیه وسلم یسکت بین التکبیر و بین القرآة اسکاتة، قال احسبه قال هنیة، فقلت: بأبی و أمی یارسول الله، اسکاتک بین التکبیر والقرأة ما ذا تقول؟ قال: اقول: اللهم باعد بیني وبین خطایای کما باعدت بین المشرق والمغرب الله نقنی من خطایای کما ینقی الثوب الابیض من الدنس الله اغسل خطایای بالماء والثلج والبرد.
(صحیح البخاری: حدیث رقم: ۷۲۲، صحیح مسلم: ۱۳۳۰)

همداډول په احادیثو کي نور ځایونه:

( صحیح مسلم: ۲۱۹۹، ۱۰۵۱، فتح الباری بشرح صحیح البخاری ابن حجر عسقلانی ۲/ ۲۶۹ او نور…

۵: په قرآنکریم کي د ژوند د هرشي په هکله عمومیات راغلي دي، چي بیا یې تشریح په احادیثو کي سوېده، کله به تاسي ملحدین داسي پوښتنه هم وکړی چي اوبه له هایدروجن او آکسیجن څخه جوړي شویدي، ولي په قرآنکریم کي د هایدروجن او آکسیجن بیان نه دی راغلی؟ قرآنکریم نه د کیمیا کتاب دی او نه هم د فزیک کتاب دی، بلکې هغه یو الهي لارښود دی، چي موخه یې د خالق امر منل او د مخلوق خدمت کول دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

منیر صاحب السلام علیکم ! ستاسی همدغه یوه جمله چه قران د ساینس او یا د زمکی د ټولو موجوداتو د نومونو او یا د هغوی د تشریحاتو کتاب نه دی ، د قران ځانګړیتیا له بشریت د حیوانیت په خای انسانیت او خلافت ته لوړول دی ، دا کار هله تر سره کیږی چه انسانان یو د بل حق ته درناوی ولری د دی په ځای چه نور استثمار کړی د نورو انسانانو سره مرسته او تعاون وکړی ، د باور چاپیریال رامنځته شی ، د دی په خای چه حریص د نورو د استثمارولو او غلامولو د باره… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x